د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې د ایران پر ضد به جنګي عملیات ډېر ژر پای ته ورسېږي.
ټرمپ دا ژمنه هم کړې ده چې که ایران په منځني ختیځ کې د تېلو رسول بند کړل نو تهران به له لا نور سخت اقدام سره مخامخ شي.
ولسمشر ټرمپ دا خبرې د مارچ پر نهمه له هغه وروسته وکړې چې تهران د خپل نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه يي تر ټاکلو وروسته پر اسراییلو او خلیجي هېوادونو ګڼ توغنديز او ډرون بریدونه کړي دي.
نوموړي سي بي اېس ټېلېویژن ته ویلي دي چې هغه د مجتبی خامنه يي پر ځای د یو بل تن نوم په فکر کې لاره، خو هغه د دغه نوم له څرګندولو انکار وکړ.
بلخوا فرانس پرېس خبري اژانس وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د مارچ پر ۱۰مه پي بي اېس نیوز ته ویلي دي چې هېواد یې تر هغه وخته بریدونو ته د دوام ورکولو لپاره چمتو دی چې څومره دا ضروري وي.
نوموړي زیاته کړې ده چې له امریکا سره خبرې اترې یې نور د هېواد په اجنډا کې نه دي.
دا تر هغه وروسته ده چې امریکا او اسرايیليو د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران پراخ هوايي بریدونه پيل کړل. بلخوا ايران پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونو ته دوام ورکړی دی.