د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي پر عرب اماراتو شوې برید کې ۲ پاکستانيان وژل شوي دي

په متحده عرب اماراتو کې په ميزايل له لګېدلې سیمې لوګي پورته کېږي
په متحده عرب اماراتو کې په ميزايل له لګېدلې سیمې لوګي پورته کېږي

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي چې په دوبۍ کې ۲ پاکستاني وګړي د هغې ودانۍ د يوې برخې د لوېدلو له وجې وژل شوي چې په میزايل لګېدلې وه.

شريف د مارچ پر نهمه، پر اېکس ليکلي چې د هغو کسانو په مرګ خفه دی. تر هغه مخکې په ابوظهبۍ کې د پاکستان سفارت په يو بیان کې ويلي وو چې د متحده عرب اماراتو په البشره سیمه کې هغه ودانۍ يو ویشتل شوي میزايل خرابه کړې وه. سفارت دا نه دي ويلي چې میزايل چا توغولی وو.

خو ايران د اسرايلو او امريکا سره د جګړې په دوران کې د متحده عرب اماراتو تر څنګ ځيني نور عربی هېوادونه په ميزايلو او ډرونونو ویشتلي دي. ايران وايي په هغو حملو کې یې د امريکې پوځي مرکزونه په نښه کړي خو عیني شاهدان او راغلې ويډيوګانې ښيي چې په ځينو عربي هېوادونو کې مارکيټونه او د تيلو کارخانې هم لګېدلي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې امريکې او اسرايلو د مارچ پر لومړۍ نېټه پر ايران بریدونه پيل کړې دي. په هغو حملو کې د ايران ګڼ حکومتي مشران وژل شوي دي.

پاکستان له ايران څخه په سلګونو وګړي اېستلي دي او په عربي هېوادونو کې یې خپلو وګړو ته د احتیاط کولو لپاره لارښوونې خپرې کړې دي. په ايران کې ۳۵۰۰۰ او په عربي هېوادونو کې په لکونو پاکستانيان مېشته دي.

XS
SM
MD
LG