په چمن او تربت کې د ۳ سرتېرو په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي

د پاکستان امنيتي ځواکونه د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې تر يوې چاودنې وروسته پهره کوي ـ انځور له ارشيفه

د بلوچستان پولیس وايي چې د هغې صوبې په چمن او تربت سیمو کې په وسلوالو بريدونو کې د امنیتي درو سرتېرو په ګډون نهه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د فبرورۍ پر ۲۵مه پوليسو رسنيو ته په استول شوي بيان کې ويلي دي چې نن د چمن په روغاني سیمه کې ناپېژندليو وسلوالو پر یو ګاډي ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او یو ژوبل شوی دی.

بیان زیاتوي چې دا پېښه هغه مهال وشوه کله چې امنیتي سرتېري په یو عادي موټر کې روان ول.

بلخوا د تربت په بلیده سیمه کې هم د فبرورۍ پر ۲۵مه پر یو کور د توغندي برید شوی چې پکې شپږ تنه وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. پولیسو په خپاره کړي بيان کې ویلي دي چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم دي.

پولیسو زیاته کړې ده چې تر پېښې وروسته وسلوال په تېښته کې بریالي شوي خو د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

د دواړو پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر دې وړاندې، د بلوچستان په بلوڅ مېشتې پنجګور سيمه کې د فبرورۍ پر ۲۳مه د نامعلومو کسانو په ډزو د یو قبایلي مشر په ګډون شپږ کسان وژل شوي ول.

د تربت او پنجګور په ګډون په يوشمېر نورو بلوڅ مېشتو سيمو کې له تېرو څه د پاسه دوو لسیزو راهیسې له پاکستانه خپلواکي غوښتونکې وسلوالې ډلې فعاله دي چې پرضد یې د پاکستان پوځ عملیاتو ته دوام ورکړی دی.