د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجګور کې وسلوال بريد کې ۶ کسان وژل شوي دي

 د بلوچستان پنجګور سیمه - انځور له ارشيفه
د بلوچستان پنجګور سیمه - انځور له ارشيفه

د بلوچستان په بلوڅ مېشتې پنجګور سيمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو د یو قبایلي مشر په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د پنجګور د پولیسو مرستيال مشر امیر جان بلوڅ د کوټې خبریالانو ته د ټېلېفون له لارې ویلي دي چې وسلوالو د فبرورۍ پر ۲۳مه د قبايلی مشر حاجي داود پر ګاډي ډزې وکړې.

د وسلوالو د ډزو پر مهال حاجي داود او د هغه پینځه نور ملګري ووژل شول او دوه کسان ژوبل شول.

د پولیسو په وینا د حاجي داود د ساتونکو هم ځوابي ډزې کړې دي خو دا نه ده معلومه چې نامعلومو وسلوالو ته هم مرګژوبله اوښتې او که نه؟

چارواکي وايي چې وسلوال پر موټر سايکلونو سپاره ول او تر پېښې وروسته وتښتېدل. دا نه ده معلومه چې بریدګر څوک دي.

تراوسه هېچا د پېښې ذمه واري نه ده منلې.

ځايي خلک وايي چې حاجي داود حکومت پلوه قبايلي مشر وو.

د بلوچستان اعلاوزیر سرفراز بګټي د فبرورۍ پر ۲۳مه په بیان کې د حاجي داود او نورو کسانو وژنه غندلې او د پېښې د پلټنو امر یې کړی دی.

د پنجګور په ګډون په نورو بلوڅ مېشتو سيمو کې له تېرو څه د پاسه دوو لسیزو راهیسې له پاکستانه خپلواکي غوښتونکې وسلوالې ډلې فعاله دي چې پرضد یې د پاکستان پوځ عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG