په بنو کې پر پولیس تاڼه برید کې ۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي

په میریان پولیس تاڼې له دې وړاندې هم څو وارې بریدونه شوي دي. (انځور: ارشیف)

د خیبرپښتونخوا د بنو پولیس وايي، هلته پر تاڼه د وسلوالو په برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.

د بنو پولیسو ویاند اصف حسن مشال راډیو ته وویل چې برید د فبرورۍ پر ۱۶مه د میریان تاڼې پر مرکزي دروازه شوی دی.

اصف حسن وویل چې وسلوالو بارودي مواد د تاڼې مخې ته په یو موټرسایکل کې ایښي وو او بیا یې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه کړې ده.

د بنو د روغتونونو یو ویاند نعمان خان مشال راډیو ته ویلي چې په وژل شوو کې یو نهه کلن ماشوم هم دی.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. په میریان پولیس تاڼې له دې وړاندې هم څو وارې بریدونه شوي دي.

د بنو د نورړ سیمې یو قبایلي مشر ملک بشیر خان د بنو په روغتون کې خبریالانو ته وویل چې دوی حکومت ته خواست کوي چې د ناامنۍ مخه ونیسي.

دا هم وګورئ:

وسلوالو بنو کې یو پولیس تښتولی او میرلي کې یې پل په بم الوځولی دی د بنو په ډومېل کې يو ورځنی ګرځبنديز لګول شوی دیبنو او شمالي وزیرستان: بېلابېلو پېښو کې ۲ ولسي وګړي او ۲ مشکوک وسلوال وژل شوي دي

د میریان پر پولیس تاڼه تر دې وړاندې د وسلوالو بریدونو ترڅنګ د ډرون په وسیله هم حملې شوې دي چې د پولیسو تر څنګ پکې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

وسلوالو د فېبرورۍ پر ۱۳مه هم هلته یو پولیس تښتولی وو.

د یادې ضلعې پولیسو مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي وو چې قدیر خان پر پوسته تر دندې وروسته روان وو چې وسلوالو په ډوګر عمرزیو کې وتښتاوه.

بنو د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو ده چې له کلونو راهیسې پکې د ناامنۍ پېښې پرلپسې روانې دي او خلکو یې په وار وار پرضد احتجاجونه هم کړي دي.

د دې لړۍ تازه احتجاج د شمالي وزیرستان په میرلي کې د اتمانزیو هغه وو چې د فېبرورۍ پر شپږمه پیل شوی او پر ۱۵مه پای ته رسېدلی وو.

دوی د پوځ او وسلوالو ترمینځ په نښتو کې ولسي وګړیو ته د رسېدونکو زیانونو پرضد پرلت وهلی وو چې بیا یې د دوی په وینا له حکومت سره د خبرو اترو تر بریالي کېدو وروسته پای ته رسولی دی.

د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو خلک په وار وار د احتجاجونو پرمهال تور پورې کړی دی چې امنیتي او جاسوسي ادارې هلته پر ناامنیو سترګې پټوي.

د دوی په وینا، چې کله د وسلوالو پرضد کارروايي کوي هم نو ولسي وګړو ته پکې پام نه کېږي.

خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو نه یوازې د شمالي وزیرستان بلکې د نورو سیمو په اړه هم په وار وار ویلي چې دوی د عام ولس د ژوند او مال ساتلو ته ژمن دي.