د شمالي وزیرستان د ميرانشا پوليس تاڼې مشال راډيو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې هلته ناڅرګنده وسلوالو ۲ پوليس ژوبل کړي دي.
په بیان کې راغلي چې دغه پېښه د جنورۍ پر ۳۰مه په ميرانشا کې رامنځته شوې ده او بريدګر تښتېدلي دي خو پولیسو د نامعلومه وسلوالو ضد مقدمه درج کړې ده.
په سيمه کې د مشال راډيو خبريال وايي چې له دې سره سږکال په شمالي وزيرستان کې د هدفي بريدونو شمېر څلورو ته رسېدلی دی.
بلخوا په بنو کې سږ کال تر اوسه ۱۰ هدفي بريدونه شوي دي . په دې ۱۴ بريدونو کې نږدې ۲۰ کسان وژل شوی دي. په وژل شوو کې ځوانان، مشران او پوليس شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۳۰مه د بنو انتظاميې د هغې ضلعې په ډومېل سيمه کې پر داسې وخت کرفيو لګولې وه چې هلته د وسلوالو پرضد د پوځ، پوليسو او امن کمېټۍ ګډ عمليات روان دي.
د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پرضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.
حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.