واڼه کې د جمعيت علمای اسلام مخکښ او ديني عالم مولانا سلطان وژل شوی دی

مولانا سلطان (په منځ کې) د جمیعت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمان او جلیل جان ترمینځ ناست دی - انځور له ارشیفه

د کوز سهیلي وزیرستان پولیس چارواکي وايي چې د جمعیت علمای اسلام (ف) یو مشر مولانا سلطان محمد په يو بمي برید کې وژل شوی دی.

مولانا سلطان د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند یو مخکښ غړی او په واڼه کې د یوې مدرسې مشر وو.

د یادې ضلعې د پولیسو مشر محمد طاهر شاه مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر نهمه د واڼې په کاڼه چینه سیمه کې مولانا سلطان محمد له جومات نه د راوتلو پر مهال د بم په چاودنه کې ژوبل شو او وروسته د ډېره اسماعیل خان په مفتي محمود روغتون کې یې د ژورو زخمونو له وجې ساه ورکړه.

نوموړی وايي پولیس د پېښې پلټنې کوي او تر اوسه معلومه نه ده چې د بمي برید تر شا څوک لاس لري؟

کومې وسلوالې ډلې پر مولانا سلطان محمد د برید ذمه واري قبوله کړې نه ده.

د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د خپل ګوند د دغه مخکښ مشر په وژنه خواخوږي ښکاره کړې ده. نوموړي پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي چې پر مولانا سلطان محمد برید پر "یو وګړي برید نه دی بلکې په منځلاري، سوله ییز او جمهوري فکر برید دی."

په سیمه کې یو سیاسي او مدني فعال عمران مخلص د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، حکومت د خلکو د سر او مال په ساتنه کې پاتې راغلی دی او په پرله پسې ډول په ولسي خلکو مرګوني بریدونه ترسره کېږي چې له وجې یې هغوی په تشویش دي. هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د امنیت د ټینګولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

خو د کوز جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر محمد طاهر شاه مشال راډیو ته وویل چې په کوز جنوبي وزیرستان ضلع کې د امنیت د ټینګولو لپاره د پاکستان پوځ او پولیس په ګډه عملیات کوي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د جمعیت علمای اسلام (ف) پر مشرانو مرګوني بریدونه ترشره شوي دي او پخپله د هغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم له ځینو بریدونو ژوندی وتلی دی.

مولانا فضل الرحمان وخت په وخت د سیاسي جلسو او غونډو پر مهال پر حکومت غږ کړی دی چې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر ځای دې له هغوی سره خبرې وکړي.

تر مولانا فضل الرحمان وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو هم ویلي ول چې په خیبر پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو په حق کې نه دي او له وسلوالو ډلو سره مذاکرات کول غواړي.

خو بل پلو همدا اوس د خیبر پښتونخوا په شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ، خیبر او ځینو نورو سیمو کې د وسلوالو خلاف د پاکستان د پوځ عملیات روان دي.

د پاکستان پوځ دریځ لري چې د وسلوالو تر ختمېدو او د امنیت تر ټینګېدو پورې به یې عملیات روان وي.