د خیبر پښتونخوا په کواټ کې د تېلو او ګېسو نوې زیرمې موندل شوې دي

پاکستان له کلونو راهیسې د انرژۍ له کمي سر ټکوي. (انځور: ارشیف)

په پاکستان کې د تېلو او ګازو حکومتي کمپنۍ ویلي چې د خیبر پښتونخوا په کواټ کې یې د تېل او ګېس لویې زیرمې موندلې دي.

د یادې کمپنۍ - او جي ډي سي ایل - چارواکي وايي چې د کواټ په ناشپا بلاک کې یې د تېلو او ګازو لویې زېرمې موندلې دي.

د پاکستان سرکاري راډیو خبر ورکړی دی چې دا خبره د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د شوې غونډې پرمهال شوې ده.

خبر لیکي چې د پیټرولیم ډویژن په اړه د شوې غونډې پرمهال د تېلو او ګازو کمپنۍ د پیټرولیم او ګاز څانګې د راتلونکي پلان په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په ترڅ کې په ډاګه کړې چې په کواټ کې یادې پراخې زیرمې موندل شوې دي.

د یادې کمپنۍ له خوا په وړاندې کړل شویو معلوماتو کې راغلي چې له دې نويو زېرمو به هره ورځ شاوخوا ۴۱۰۰ بیرله تیل ترلاسه کېږي، او ورسره به ۱۰ اعشاریه پنځه میلیونه مکعب فټه ګاز هم راوځي.


وزیراعظم شهباز شریف پر دې مهال ویلي چې "د تېلو او ګيسو د رسونې بهیر ډیجیټلي کول به د قاچاق مخنيوی وکړي او ملي خزانې ته به ګټه ورسوي."

هغه ټینګار کړی چې په ملک کې د تېلو او ګازو د نویو زېرمو موندل باید د ملي لومړیتوبونو په سر کې وي چې د ده په وینا د پټرولیم محصولاتو پر وارداتو لګېدونکی د بهرنیو اسعارو مصرف به راکم شي.

غوندې ته چارواکو ویلي چې په سږني ژمي کې کورنیو مصرف کوونکو ته د تېر کال پرتله د دوی په وینا، "په ښه فشار ګاز رسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د تېرو حکومتونو په څېر د تحریک انصاف اوسنی حکومت هم شکایت کوي چې وفاق یې د بجلۍ په مد کې پاتې پورونه لا هم نه دي ورکړي.

د صوبې اعلا وزیر سهېل اپرېدي ویلي چې وفاقي حکومت دې په قامي مالیاتي کمېشن کې قبایلي ضلعو ته د هغوی قانوني برخه ورکړي.

د مسلم لیګ نون په مشرۍ د وفاقي حکومت چارواکي وايي چې دوی یادې سیمې له پامه نه دي غورځولې.

د دې تر څنګ پښتانه او بلوڅ ملتپال د وسایلو پر سر له وفاق سره اختلاف لري او تور پورې کوي چې د پنجاب صوبې اکثریت لرونکی وفاق نامناسبه طریقه د پښتنو او بلوڅو له سیمو وسایل وړي خو ځايي خلکو ته پکې دومره برخه نه ورکوي لکه څومره چې د دوی په وینا په کار ده.

په پاکستان کې د اساسي قانون له مخې، د ملک په هره برخه کې موجودې قدرتي زیرمې ټولې د وفاق په واک کې دي.