په ۲۰۲۵ کال کې په شمالي وزيرستان کې ۲۵ هدفي او ۳ ځانمرګي بریدونه شوي

پاکستاني پوځيان په شمالي وزيرستان کې - انځور له ارشیفه

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۲۵ کال کې ګڼ هدفي، ځانمرګي او ډرون بریدونه وشول چې د خلکو په وينا د هغوی ژوند یې تريخ کړی وو.

د مشال راډيو ټولې کړې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دیسمبر تر ۲۸مې پورې په شمالي وزیرستان کې ۲۵ هدفي بریدونو شوې وو. د هغو ځينو حملو ذمه واري چا نه وه منلې او پولیسو یې راپورونه د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړي وو. خو د ځينو نورو بریدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

په هغو حملو کې ګڼ ځوانان، سیاستوال، ديني عالمان او امنيتي ځواکونه په نښه شوي وو. البته دا شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې په شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونه د تېر، ۲۰۲۴ کال په نسبت کم وو. د مشال راډيو د ټولو کړيو شمېرو ترمخه، په ۲۰۲۴ کال کې د هدفي حملو شمېر ۳۷ وو.

پر دې سربېره، په ۲۰۲۵ کال کې په شمالي وزیرستان کې ۳ او بنو کې ۵ ځانمرګي بریدونه شوي دي چې ګڼ خلکو ته یې مرګژوبله اړولې ده. د ملي جمهوري غورځنګ د خیبر پښتونخوا مشر، ندیم عسکر د دیسمبر پر ۲۸مه، مشال ریډیو ته وویل چې دوی د تېرو کلونو په څير ۲۰۲۵ کال هم د امن لپاره په پرلتونو تېر کړ. خو د هغه په وينا د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو کې ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله نه وه ودرېدلې.

د کاپټر ډرون حملې او مارټر ګولۍ د مرګژوبلې د اړولو نور لوی سببونه وو چې د شمالي وزیرستان د خلکو په وينا د دوی ژوند یې بې امنه کړی وو. په ۲۰۲۵ کال کې د ولسي وګړيو پر کورونو لسګونه ډرون او مارټر ګولۍ لوېدلې چې له وجې يې په لسګونو خلک وژل شوي او ژوبل شوي وو.

بلخوا په بنو کې هم ۲۰۲۵ کال د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې وې. د بنو ډوېژن د پولیسو مشر وايي سجاد خان د دیسمبر پر ۲۴مه یوې خبري غونډې ته وويل چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې کې "په بنو ضلع کې د ترهګرۍ په ۱۳۴ پېښو کې ۲۷ پولیس ووژل" شول.

سجاد خان زیاته کړه چې هغه سرتېري پر تاڼو، امنیتي پوستو او د پولیسو پر ګاډو په بریدونو کې وژل شوي. د نوموړي په وينا پر دې سربیره، ۷۹ سرتېري ژوبل شوي هم وو. نوموړي دعوه کړې چې تر بریدونو وروسته په ځوابي کارروایو، له وسلوالو سره په نښتو او د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۱۴۰ مشکوک وسلوال وژل شوي او ۱۶۳ ژوبل شول.

سجاد خان زیاته کړه چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په بنو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ټول "۱۶۳ عملیات کړي دي چې پکې یې ۱۰۵ مشکوک وسلوال نیولي دي".

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پولیسو د هغو دعوو په اړه څه نه دي ويلي. تحريک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې هم د کال په وروستئ میاشت کې د خپلو بریدونو شمېرې نشروي خو تر اوسه یې داسې څه نه دي خپاره کړي.