د سیند چارواکو د ۹ غلو د وژلو او ۸ تښتول شويو کسانو د خوشې کولو ادعا کړې

د سيند پولیس د غلو پر ضد د عملياتو په وخت - انځور له ارشیفه

د سیند صوبې چارواکي وايي رینجرز او پولیسو د دیسمبر پر ۲۲مه، په شريکو علياتو کې د کچې ۹ غله وژلي او له هغوی یې ۸ کسان خوشې کړې دي.

د سیند رینحرز ویاند دفتر د ديسمبر پر ۲۲مه رسنيوو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې هغه عمليات په ګوټکي کې د کراس بند خان ګړ چوک، داندهړ، لاټهاني، بخراني، شیخاني او مزاري ډلو پر ضد شوي دي. د بیان ترمخه، په عملیاتو کې مطلوب مشهور غله عبدالله دشتي، هزارا عرف لالا شیخاني، اذان عرف چھلو او نور وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د بیان ترمخه، دا عمليات د دیسمبر پر ۱۵مه له هغه وروسته پيل شول کله چې هغو غلو له صادق اباد څخه کوټې ته روان بس ودراوه او ۱۹ مسافر یې وتښتول. هغه وخت د ګوټکي اېس اېس پي انور کهیتران دعوه کړې وه چې پولیسو او رېنجر ځواکونو سمدستي په ګډه عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې ۱۰ تښتول شوي کسان خوشې کړل.

د رينجرز د بیان تر مخه په وژل شويو غلو کې پر هزارا عرف لالا شیخاني او اذان عرف چھلو د پنجاب پولیسو لخوا ۵۰ ،۵۰ لکه روپۍ انعام هم ټاکل شوی وو. د بیان ترمخه، د عملياتو په وخت د غلو له پټنځایونو بېلابېلې وسلې هم ترلاسه شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په سیند کې خلک تښتول کېږي بلکې تر دې مخکې هم ځینې پښتانه ډرېوران د کچې غلو تښتولي ول چې وروسته یې د پیسو په بدل کې خوشې کړل.

د سیند او پنجاب غله او ډاکوان زیاتره تښتولي کسان د کچې سیمې ته وړي او هلته یې له ځان سره ساتي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

کچه د اباسین په غاړه د سیند، بلوچستان او پنجاب ترمنځ غځېدلې سرحدي سیمه ده چې په تېرو کلونو کې هم د سیند پولیسو، پنجاب پولیسو او نورو امنیتي ادارو له خوا د کچې د وسلوالو غلو پر ضد د پراخو عملیاتو دعوې شوې دي. خو د دغو ټولو عملیاتو سره سره، په دې سیمه کې لا هم د تښتونو، او نورو جرمي پېښو راپورونه مخې ته راځي.