اصف درانی: پاکستان ته د افغانستان حالاتو د هند تر جنګونو زیات زیان رسولی دی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازي اصف درانی ـ د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ انځور

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، له هند سره یې هېواد په جنګونو کې دومره تاوان نه دی ګاللی لکه څومره چې د افغانستان د کورنیو حالاتو له امله وررسېدلی دی.

اصف دراني دا څرګندونې د اپرېل پر ۲۴مه په اسلام اباد کې"په نوې رابرسېره کېدونکې جغرافیايي سیاسي منظرنامه کې د پاکستان رول" تر عنوان لاندې یوه ورځني نړیوال کنفرانس ته کړې دي. هغه کنفرانس د اسلام اباد د ستراتيژیکو زدکړو د انسټیټیوټ (ای اېس اېس ای) او د جرمني د يوې ادارې جرمن فرېدرخ ايبرت سټيفټنګ (اېف اي اېس) لخوا جوړ شوی وو.

اصف دراني وویل، د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې په تېرو دوو لسېزو کې تر ۸۰،۰۰۰ زیات پاکستانیان وژل شوي او هېواد يې نن هم له ځاني او مالي تاوانونو سره مخامخ دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان او طالبانو د حکومت د ترینګلتیا ضربه ولې افغان کډوالو ته رسي؟

نوموړي زیاته کړه چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته تمه کېده چې په افغانستان کې به سوله راشي چې ورسره به په سیمه کې هم ارامي راشي خو د ده په دعوه دا تمه هم پوره نه شوه.

د دراني په خبره، د پاکستان په سرحدي سیمو کې د لاقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په حملو کې ۶۵ سلنه او په ځانمرګو بریدونو کې ۵۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

طالبانو د اصف دراني د څرګندونو په اړه لا څه نه دې ويلي، خو د افغانستان تېرو حکومتونو برعکس پاکستان د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې او هلته په جنګونو او بدامنيو کې په لاس لرلو تورن کړی وو. پاکستان هغه وخت هغه تورونه رد کړي ول.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د اسلام اباد او د کابل د اوسنیو واکمنو طالبانو ترمينځ اړيکي د ټي ټي پي د مشرانو او جنګیالیو په افغانستان کې د مبینه شتون له کبله ترينګلې شوې دي.

اسلام اباد د طالبانو حکومت تورنوي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته یې پټنځایونه ورکړي دي او د هغې ډلې وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې حملې کوي.

خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.