د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او هند د ايټمي تاسیساتو او بندیانو لېستونه تبادله کړل


د پاکستان او هند ترمنځ واهګه سرحد - انځور له ارشيفه
د پاکستان او هند ترمنځ واهګه سرحد - انځور له ارشيفه

د هر کال په څير، دا ځل هم د پاکستان او هند حکومتونو د يو بل سره د ايټمي تاسیساتو او بندیانو لېستونه تبادله کړل.

د دواړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د جنورۍ په لومړۍ نېټه په جلا جلا بیانونو کې د دې کار خبر ورکړی دی.

پاکستان او هند د يو بل حريف هېوادونه بلل کيږي خو په ۱۹۸۸ کال کې د کړي يو تړون له مخې هر کال د يو بل سره د بنديانو او ايټمي مرکزونو لېستونه شريکوي.

هند او پاکستان په ۱۹۴۷م کال کې د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته د کشمیر پر سر څو ځل جنګونه کړي چې له امله یې اړيکې کړکېچنې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG