د بلوچستان حکومت په نوشکي کې د ۹ مسافرو په ګډون د ۱۱ کسانو تر وژل کېدو وروسته په يوه ځانګړې غونډه کې فیصله کړې ده چې په راتلونکې کې به د داسې پېښو د مخنيوي لپاره له نوي سره امنیتي پلان جوړوي.
صوبايي حکومت د اپرېل پر ۱۴مه رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې د اعلا وزیر سرفراز بګټی په مشرۍ کې د لوړو پوړو ولسي او پوځي چارواکو په دې غونډه کې د نوشکي د پېښې جاج واخیستل شو.
د بیان تر مخه سرفراز بګټي وويل چې " د ریاست پر ضد د ترهګرۍ د دې جګړې خلاف به په سياسي ذمه وارۍ او شريکې تګلارې سره جنګېږي."
نوموړي ویلي چې د نوشکي په پېښه کې وژل شویو ته دې په اووه ورځو کې دننه معاوضه ورکړل شي.
د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي په داسې وخت کې د امنیتي تګلارې له سره د جوړولو اعلان کړی دی چې په صوبه کې لا هم حکومتي کابینه نده جوړه شوې.
وزیراعلٰی بلوچستان میر سرفراز بگٹی کی زیر صدارت امن و امان سے متعلق اعلی سطح کا اجلاسکوئٹہ: اجلاس میں آئی جی ہولیس عبدالخالق شیخ ،چیف سیکرٹری بلوچستان شکیل قادر خان ،اے سی ایس داخلہ زاہد سلیم سمیت اعلی سول و عسکری افسران نے شرکت کی، اجلاس میں سانحہ نوشکی کے بعد کی صورتحال کا… pic.twitter.com/hyftHv6GpY
— Chief Minister%27s Office Balochistan (@CMOBalochistan) April 14, 2024
خو سرفراز بګټي د اپرېل پر ۱۴مه غونډه له هغه وروسته کړې ده چې د اپرېل د ۱۲مې او ۱۳مې په منځنۍ شپه په نوشکي کې د وسلوالو له خوا د ډز په دوو جلا جلا پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او پينځه نور ټپي شوي وو.
د نوشکي د پوليسو مشر الاهي بخش د اپرېل پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې لومړۍ پېښه له نوشکي ښاره یو کلومیټر لرې د سلطان چړايي په سیمه کي هغه وخت شوې چې کله پر قامي لويه لاره ناڅرګنده وسلوالو، له مساپر وړونکو بسونو او موټرانو خلک کښته کړي او د هغوی شناختي کارډونه یې کتلي او بیا یې نهه کسان وژلي دي.
دا هم وګورئ:
بلوچستان کې ټرافيکي پېښې ۱۷ کسان وژلي ديرپورټ: د روان کال لومړیو ۳ میاشتو کې د خیبر پښتونخوا پر پولیسو ۵۹ بریدونه شوي ديپه ګوادر کې وسله والو دوه پاکستاني عسکر وژلي ديپوليس چارواکی زياتوي چې د وژل شویو کسانو تعلق له پنجاب صوبې سره دی او دوی له کوټې له ایران سره پر پوله پروت سرحدي ښارګوټي تفتان پر لور روان ول. د الاهي بخش په وینا، په هغه پېښه کې وژل شوي ټول مزدوران ول.
ده وویل چې کله وسلوالو سړک بند کړی وو نو پر دې مهال د جمعیت علمای اسلا م (ف) د صوبايي اسمبلۍ د غړي غلام دستګیر بادیني خپلوانو یو موټرد پېښې له ځايه د تښتولو هڅه کړې وه او وسلوالو ورباندې ډزې کړې وې.
د پولیس چارواکي په وینا، موټر اوښتی او دوه تنه پکې وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي. دا لا نه ده څرګنده چې په دویمه پېښه کې مرګ ژوبله د وسلوالو له ډزو او که د موټر له اوښتو رسېدلې ده.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په نوشکي کې د حملې ذمه واري منلې ده.
هغې ډلې د اپرېل پر ۱۳مه ماخوستن مهال په بیان کې دعوه کړې ده چې د پاکستان د استخباراتي ادارو کارکوونکي یې وژلي دي، خو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې شواهد نه دي وړاندې کړي.
بلوڅ بېلتونپالو ډلو تر دې مخکې هم په بلوچستان کې د دې ډول حملو ذمه واري منلې ده.
د بلوچستان اعلا وزير سرفراز بګټي پر اېکس پاڼه په یو بیان کې د اپرېل ۱۳مې د پېښې غندنه کړې او د وژل شویو شمېر یې اته یاد کړی دی.
نوموړي په خپل بیان کې "وسله وال بلوڅ ترهګر بللي او زیاته کړې یې ده چې ریاست به د دې بې ګناه مزدورانو وژونکي نه پرېږدي."
بل لوري ته، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د یادې پېښې په اړه د رپورټ غوښتی دی او زیاته کړې یې ده چې پکې ښکېلو کسانو ته به سزا ورکول کېږي.
وزیراعظم محمد شہباز شریف کی بلوچستان کے ضلع نوشکی کے علاقے میں قومی شاہراہ 40 پر بس مسافروں کے اغواء کے بعد قتل کے اندوہناک واقعہ کی شدید الفاظ میں مذمتوزیراعظم کا اس لرزہ خیز واقعہ پر گہرے دکھ اور افسوس کا اظہار۔وزیراعظم کا مقتولین کے لواحقین سے اظہار تعزیت۔وزیراعظم کی…
— President PMLN (@president_pmln) April 13, 2024
دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم په وار وار په بلوچستان کې پر لویو لارو له تلونکو بسونو او موټرو مسافر کښته کړل شوي او په ډزو وژل شوي دي.
په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د ناامنیو پېښو شمېر زیات شوی دی. د اپرېل پر اتمه د کچلاغ په کتيرو کلي کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوی او ۱۲ نور کسان ژوبل شوي وو.
تر هغه وړاندې د اپرېل پر اوومه هم د بلوچستان د خضدار ضلعې په مرکزي بازار کې چاودنې يو کس وژلی او پينځه نور یې ژوبل کړي وو.