د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومتي کابینه لا ولې نه ده جوړه شوې؟


په کوټه ښار کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ـ پخوانی انځور
په کوټه ښار کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ـ پخوانی انځور

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټی د خپل ګوند پیپلز پارټۍ، پاکستان مسلم لیګ (ن) او ځینو نورو ګوندونو په مټ د مارچ پر دویمه بې له مقابلې اعلا وزیر ټاکل شوی وو خو هغه د یوې میاشتې پر تېرېدو سربېره لا هم په دې نه دی توانېدلی چې خپله کابینه اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرکز تر څنګ په خیبر پښتونخوا، سیند او پنجاب کې هم صوبايي حکومتونه جوړ شوي او وار له مخه یې په خپلو کارونو پیل کړی دی.

خو په بلوچستان کې لا هم ټولې ادارې دې ته‌ په تمه دي چې د راتلونکو پينځو کلونو لپاره به یې وزیر څوک وي او کله به دنده پیلوي.

د اعلا وزیر ویاند شاهد رند د اپرېل پر پينځمه مشال راډ‌یو ته وویل، د کابینې پر جوړښت خبره شوې ده او په ورځ دوو کې به هر څه په ډاګه کړل شي.‌


نوموړي زياته کړه دا ځنډ یوازې د سېنېټ د انتخاباتو او د ولسمشر ټاکلو د پروسې له کبله راغلی دی. "حکومت جوړ دی او مشري یې سرفراز بګټی کوي. کابینې ته هم وروسته شکل ورکړل شوی وو خو د سرفراز بګټي ورور ناروغه شواو هغه ورسره په بېړنۍ توګه له ملکه بهر تللی دی. چې څنګه راستون شي‌ نو دا هر څه به ترسره شي."

د رند په خبره، په داسې حالاتو کې د اعلا وزیر له ملکه پر بهر تلو باندې د اتحادي ګوندونو غړيو هیڅ اعتراض نه درلود.

دا لومړی ځل نه دی چې په بلوچستان کې بېلا بېل ګوندونه په واک سره شریک دي بلکې تر دې وړاندې هم زیاتره وخت نه یوازې مخلوط حکومتونه جوړ شوي بلکې د حکومت په جوړولو کې هم د نورو صوبو پرتله لانجې او ځنډ زیات راغلی دی. بیا چې کله هلته حکومت جوړ شي نو د نورو صوبو پرتله "لنډ او بې ثباته" پاتې شوی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې د بلوچستان اوسنی حکومت به تر کومه حده مستحکم وي چې د صوبې د ولس ستونزې هوارې کړي؟

د اعلا وزیر ویاند شاهد رند وايي، هغوی هیله من دي‌ چې حکومت به یې د تېرو هغو پرتله مظبوط وي. "زه ځکه په دې باور یم چې د ملک تر ټولو لوی ګڼل کېدونکي‌ ګوندونه پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز ګوند د دې اتحادي‌ حکومت مشري کوي، نو زما په فکر چې لوی ګوندونه او لوی سیاسي مشران کومه پرېکړه کوي هغه په ډېره ځیرکتیا کوي."

نوموړي زیاته کړه چې اعلا وزیر سرفراز بګټي له نورو سیاسي‌ ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته د لوړې کولو پر وخت په ډاګه کړې وه چې د صوبې د ولس لویې ستونزې به هواروي.

خو تر دې وړاندې د تېر شویو حکومتونو چارواکو هم په پیل کې داسې ژمنې او څرګندونې کړې وې خو وروسته بیا لیدل شوي چې د واک پر سره به یې ترمينځ لانجې روانې وې او د هغه له کبله یې حکومتونه په دې نه ول توانېدلي چې ولس مطمین کړي.

د صوبې پر سیاسي‌ حالاتو نظر لرونکی شوکت علي ترین وايي، اوسني حکومت ته دوې لویې مسلې ورپېښې دي.

د نوموړي په وینا، یو خو د تېرو حکومتونو پرتله ورباندې زیات د درغلیو تورونه دي او په ځینو ځایونو کې یې ثبونه هم عدالت ته وړاندې شوي‌ دي او بل زیاتره غړي يې داسې دي چې په نظریاتي توګه ګوندونو ته ژمن نه دي.

ترين زياته کړه "دا حکومت به د تېرو هغو پرتله ډېر بې ثباته او له خطر سره مخامخ وي، هغه ځکه چې پاکستان پیپلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ (ن) دواړه په بلوچستان کې نظریاتي او ژمن وجود نه لري بلکې دا ټول هغه کسان دي‌ چې یا یې نور ګوندونه پرېښي دي‌ او یا هم په ازاده توګه ټاکل شوي ول نو دوی به داسې نه وي چې د ګوندونو پرېکړو او اصولو ته‌ ډېر پابند و اوسي."

په بلوچستان کې دا وخت پاکستان پیپلز ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ن)، بلوچستان عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند په حکومت کې شریک دي.

تر دې وړاندې هغه حکومتونه زياتره وخت د خپل واک تر مودې بشپړه کېدو وړاندې مات شوي‌ چې بېلا بېلو ګوندونو په شريکه جوړ کړي ول.

XS
SM
MD
LG