د خیبر پښتونخوا حکومتي وياند محمد علي سيف د راولپېنډۍ د يو عدالت له لوري د صوبې د اعلاوزیر علي امين ګنډه پور د نيولو د امر (وارنټ) په غبرګون کې ويلي چې دا ګام یې حوصلې نه ماتوي.
د راولپېنډۍ د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي اعجاز اصف د مارچ پر ۱۹مه د علي امين ګنډه پور او د تحریک انصاف د ۱۲ نورو غړو د مې نهمې او ۱۰مې پېښو په قضیه کې د نيولو او د اپرېل پر دويمه نېټه يې عدالت ته د حاضرولو حکم ورکړی وو. پر علي امين ګنډه پور هغه مقدمه د راولپېنډۍ په سټي یا د ښار په تاڼه کې دایره شوې وه.
د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه. خو دغه ګوند تورونه ردوي او د پېښو د عدالتي پلټنو غوښتنه کوي. د پاکستان دا توره ورځ بللې وه.
دا هم وګورئ:
عمران خان او شاه محمود قریشي ته د لسو کالو بند سزا واورول شوه سپریم کورټ پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو چلولو اجازه ورکړې دهد پاکستان پوځ وايي د مې نهمې پېښو "پلانوونکي" د قانون منګولو ته سپاريد خيبر پښتونخوا چارواکو د مارچ پر ۲۰مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته د حکومتي ویاند محمد علي سیف ویډیويي بیان استولی دی چې پکې هغه پر ګنډه پور او د تحریک انصاف د نورو غړو پرضد په مقدمو کې تورونه "درواغ" بللي دي خو د خپل دریځ په ملاتړ کې یې ثبوت نه دی وړاندې کړی.
نوموړي زیاته کړې، "عجبه دا ده چې مقدمې بې بنیاده او درواغجنو تورونو پر اساس جوړې شوې دي. حال دا چې عدالتونو په هغو مقدمو کې نور تورن کسان خوشې کړي دي. موږ به خپله مبارزې ته دوام ورکوو او تاسو چې څومره مقدمې جوړوئ، جوړې يې کړئ."
پېښور های کورټ او ځينو نورو عدالتونو وار له مخه په ورته قضیو کې علي امين ګنډه پور ته ضمانت ورکړی دی او پولیس یې د هغه له نیولو منع کړي دي.
پولیسو د مې نهمې او ۱۰مې په پېښو کې د لاس لرلو په تور د تحریک انصاف د بسنټګر عمران خان په ګډون او د هغه ګوند د يوشمېر نورو غړو پرضد مقدمې دایرې کړې دي.
عدالتونو عمران خان ته په ځينو نورو قضيو کې سزاګانې اورولې دي او هغه دا مهال د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې دی. د دې ترڅنګ د دې ګوند ځینې ښځينه غړې هم په زندان کې دي او ځینې مهم مشران يې د ممکنه نيونې له وېرې پټ دي.
خان او د هغه ګوند تورونه ردوي او ټولې مقدمې سیاسي بولي.