د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو پر تعلیم لګولی بندیز ختم کړي.
انتونیو ګوتېریش دا غوښتنه د جنورۍ پر ۲۴مه د تعلیم د نړیوالۍ ورځې په مناسبت پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلې ده. نوموړي لیکلي، وخت رارسېدلی دی چې ټول «پر توپیري چلند ولاړ قوانین او کړنې» پای ته ورسېږي چې د تعلیم مخه نیسي.
انتونیو ګوتېریش زیاته کړې: "پر طالبانو غږ کوم چې د نجونو پر منځنیو ښوونځیو او لېسو او د نجونو پر پوهنتونونو ظالمانه بندیز لغوه کړي."
Now is the time to end all discriminatory laws and practices that hinder access to education.I call on the Taliban to reverse the outrageous and self-defeating ban on access to secondary and higher education for girls & women in Afghanistan. #EducationDay
— António Guterres (@antonioguterres) January 24, 2023
تر دې یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر مارټین ګریفیتس په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره په کتنه کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه خبرې کړې وې.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۳مه پر ټويټر لیکلي چې ګریفیتس د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د لګېدلو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
دا له هغه وروسته ده چې تېره اونۍ د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد هم د یوه پلاوي په مشرۍ کې افغانستان ته تللې وه.
نوموړې په کابل او کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره په ملاقاتونو کې غوښتنه وکړه چې نجونو ته دې د تعلیم او ښځو ته دې د کار کولو اجازه ورکړي.
دا هم وګورئ: امینه محمد: طالبان د ښځو د حقونو پر ارزښت پوهېږي خو بندیزونه یې لیرې نه کړلله دې مخکې د ملګروملتونو روزنیزې، علمي فرهنګي ادارې یونسکو او د کډوالو په چارو کې عالي کمېشنرۍ هم ورته غوښتنه کړې وه.
د یونسکو د ارقامو له مخې د افغانستان په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې د نجونو شمېر اوسمهال د ۲۰۰۱ کال په څېر صفر ته رسېدلی دی.
د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه واک ته رسېدلو طالبانو لومړی د نجونو تر شپږم ټولګي ټول ښوونځي تړلي وو او بیا یې په پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو هم بندیز ولګاوی.
دوی د ۲۰۲۲م کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه پوهنتونونو ته په استولي لیک کې ویلي وو چې تر "امر ثاني به د نجونو ټول شخصي او دولتي پوهنتونونه بند وي."
دوی تر هغه وروسته د ډېسېمبر پر ۲۳مه، په غيرسرکاري ادارو کې پر ښځو د کار بندیز ولګاوه. د دوی دې پرېکړې هم په نړیواله توګه غصه راپارولې وه.
د طالبانو حکومت یو پلو وايي چې دا د افغانستان کورنۍ مسلې دي او بل پلو د نړیوالو د نیوکو په غبرګون کې وايي چې "د زمینې له برابرولو وروسته به نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي."