د پاکستان پوځ وايي بلوچستان کې يې ۴ سرتېرې وژل شوي دي

په بلوچستان کې د پاکستانیو ځواکونو یو ګاډی د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ ويلي چې د ايران له خاورې څخه د بلوچستان په پنجګور سيمه د مشکوکو وسلوالو په بريد کې يې څلور سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په بیان کې ويلي چې مشکوکو وسلوالو د جنورۍ پر ۱۸مه د ايران د خاورې په کارولو د پاکستان امنیتي ځواکونو پر قافله بريد وکړ.

په بیان کې پر ایران غږ شوی چې پر خپله خاوره دې د وسلوالو لټون وکړي.

تهران لا په دې اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې له پاکستانه هم غوښتي دي چې له خپلې خاورې څخه دې هلته د وسلوالو د اوښتو مخه ونیسي.

د پاکستان او ايران ترمینځ د پولې دواړو غاړو ته د وسلوالو د فعالیتونو له کبله وخت پر وخت تاوتریخوالی او بریدونه کېږي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د پاکستانیو ځواکونو پر قافله برید چا کړی دی او کومې ډلې یې ذمه واري هم نه ده منلې خو د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې فعاله دي.

دا هم وګورئ:

بلاول د افغانستان په مسايلو کې د پاکستان او ايران پر ګډې همکارۍ ټينګار کړیبلوڅ بېلتونپالې ډلې ولې پر چینایانو حملې کوي؟په کوټه کې "ايرانی نصاب ښوونکي" سکولونه تړل شوي"د پاکستان او ایران پر پوله بشري ناورين"

ايران د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر مياشت کې تر خپل واک لاندې د سیستان-بلوچستان ولایت په پلازمېنه زاهدان کې د امنیتي ځواکونو او مظاهرچيانو ترمینځ تر نښتو وروسته تر دوو ورځو پورې له پاکستان سره پوله تړلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني پوځ مشر ويلي چې په بلوچستان کې د پوځ ځای پر ځای کولو او هلته عملیاتو کولو ته توجه ورکوي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار ) د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه په بیان کې د جنرال سيد عاصم منير له خولې ليکلي چې د دې ګام هدف د خلکو د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره چاپېریال سمول دی.

بیان زیاتوي چې امنیتي چارواکو جنرال منیر ته د بلوچستان د خضدار او نورو سيمو د سفر پر مهال د سيمې د اوسني امنيت په اړه معلومات ورکړل.