د نېکټا پخوانی مشر وايي د سختدریځۍ ختمول اړین دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په مشال مرکه کې د پاکستان ترهګرۍ ضد ملي اداري (نېکټا) پخوانی مشر احسان غني مېلمه دی. نوموړی د ملاکنډ دی او د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو امنیتي چارو افسر، د خیبر پښتونخوا د پولیسو او د استخباراتي ادارې (انټېلېجنس بیورو) مشر هم پاتې شوی دی. غني وايي، په خپله مشرۍ کې یې نېکټا فعاله کړې وه خو زیاتوي چې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د سختدریځۍ مخنیوی اړین دی. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.