عمران خان د تحریک انصاف پر لاریون ډزو کې ژوبل شوی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، په پنجاب کې د عمران خان پر مشرۍ پر لاریون په ډزو کې د نوموړي او سېنېټر فیصل جاوېد په ګډون یوشمېر کسان ژوبل شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې د نومبر پر درېیمه ډزې چا کړې دي خو پولیس وايي، یو مشکوک کس یې نیولی دی. وزیراعظم شهباز شریف او ولسمشر عارف علوي د پېښې غندنه کړې ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.