د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د اوسني حکومت خلاف د لانګ مارچ پیل د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره وکړ او په دویمه ورځ هم دوی د هماغه ښار په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې او لاریونونه کوي.
د تحریک انصاف پلویان پر حکومت د فشار اچولو په موخه دا اوږد لاریون پیل کړی او ویلي یې دي چې له لاهوره پیل شوی دا مارچ به دوی تر اسلام اباده غځوي او بیا هلته به یې په پرلت بدلوي.
عمران خان د اکتوبر پر ۲۷مه پر ټوېټر په یوه غږیزه غونډه یا سپېس کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د ده په وینا، د ((واقعي یا حقیقي ازادۍ)) لپاره دې وروځي کوم چې به د ده په وینا سوله ییز وي.
د تحریک انصاف مشر عمران خان د اکتوبر په پیل کې په ولسي غونډو کې په بیا بیا د حکومت ضد لاریون پیلولو ذکر کاوه خو نېټه یې د اکتوبر پر ۲۵مه تر هغې څلور ورځې وروسته ورکړه چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د توشه خانې په قضیه کې د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړ چې پرضد یې بیا تحریک انصاف احتجاجونه وکړل.
تحریک انصاف د اکتوبر پر ۲۸مه، په خپله رسمي توېټر پاڼه لیکلي چې د هغوی لانګ مارچ تر شاهدرې پورې رسېدلی دی او د ګوند پلویان یې د عمران خان وینا ته انتظار کوي.
Chairman PTI @ImranKhanPTI has reached Shahdara, where a massive crowd was waiting for him! #حقیقی_آزادی_لانگ_مارچ pic.twitter.com/pIzn2DZpnl
— PTI (@PTIofficial) October 29, 2022
تر دي مخکې د تحریک انصاف ګوند مخکښ فواد چوهدري د اکتوبر پر ۲۹مه، په لاهور کې خبري غونډې ته وويل چې د لانګ مارچ ميډيا کوريج باندې د بنديز غندنه کوي. ده وويل چې نن له شاهدرې څخه تر کامونکي پوري د لاريون د تلو پلان دی.
بلخوا د اقليمي بدلون وفاقي وزيرې شیري رحمان نن (د اکتوبر پر ۲۹مه) په ټوېټر پاڼه ليکلي چې عمران خان د حقيقي ازادۍ په پلمه شخصي سياسي جنګ او اقتدار ته رسېدل غواړي. د نوموړي په خبره پرامن احتجاج د هر چا حق دی خو هيچا ته به په اسلام اباد کې د انتشار اجازه ورنه کړي.
اگر پی ٹی آئی رہنماء کا دعوہ درست ہوا تو اس کا ذمہ دار کون ہوگا؟عمران خان رات کے اندھیروں میں اداروں کے سربراہان سے ڈیل کے لئے پیر پکڑ رہے تھے اور دن میں ان کا گریبان۔ ڈیل نا ملنے کی صورت میں انہوں نے "شورٹ مارچ" کا اعلان کیا۔ حقیقی آزادی کی آڑ میں ذاتی سیاسی جنگ لڑی جا رہی 3/3
— SenatorSherryRehman (@sherryrehman) October 29, 2022
خو تر شیري رحمان مخکې، د پاکستان د مرکزي حکومت ګڼو مهمو چارواکو وار له مخه ویلي وو چې د عمران خان په مشرۍ د لاریون ګډونوال اسلام اباد ته داخلېدو ته نه پرېږدي.
د پلانونو چارو وزیر احسن اقبال د خان تر اعلان وروسته ویلي ول چې د هغه د لاریون موخه ((ګډوډي)) خپرول دي.
د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د اکتوبر په پیل کې ویلي ول چې اسلام اباد ته د تحریک انصاف د لاریونوالو داخلېدو مخنیوي لپاره یې ((بشپړه ستراتیژي)) جوړه کړې ده.
د پاکستان حکومت دا راز په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې انتخابات به راتلونکې کال په اکتوبر کې پر ټاکلي وخت کېږي.
دا هم وګورئ: د پاکستان د ای ایس ای مشر ولې خبري غونډې ته مجبور شو؟عمران خان د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۱۰مه نېټه په قومي اسمبلۍ له د تحریک عدم اعتماد له لارې له واکه لرې کړل شوی وو او نوموړی له هغه راهسې وخت پر وخت احتجاجونه او غوښتنه کوي چې په ملک کې دې تر وخت له مخه انتخابات وشي.
په پاکستان کې تېر عام انتخابات د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه شوي وو او د نورو انتخاباتو موده د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې پوره کېږي.
دا هم وګورئ: عمران خان: پوځ که په سیاست کې ښکېل نه دی نو بیا خبري غونډې ولې کويپه عین حال کې، د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان، د ګوند مخکښ او خپل پخوانی ملګری فيصل واوډا له پارټۍ ويستلی دی. فيصل واوډا د اکتوبر پر ۲۶مه، په یوه خبري غونډې کې ويلي ول چې د حکومت پرضد د ګوند لانګ مارچ به خونړی وي. د نوموړي له خبري غونډې وروسته، تحريک انصاف ګوند د هغه غړيتوب معطل کړ او ورته یې د سپیناوي وړاندې کولو ویلي وو.
تحريک انصاف ګوند پر خپله رسمي ټويټر پاڼه، د اکتوبر پر ۲۹مه خپور شوي بيان کې ويلي چې عمران خان د فيصل واوډا بينادي غړيتوب ختم کړی دی ځکه چې هغه د خپلو څرګندونو په اړه سپيناوی نه دی کړی.