په پاکستان کې د امریکا سفیر په هغه هېواد کې له سېلاب ځپلو سره د ۳۰ مېلیونه ډالرو اضافي مرستې اعلان کړې دي.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د اکتوبر پر ۲۷مه په بیان کې ویلي دي چې ډانلډ بلوم دا مرستې د سیند صوبې په سېلاب ځپلې ضلع شکارپور کې اعلان کړې.
بیان وايي، له دې سره سږ کال تر سېلابونو وروسته له پاکستان سره امریکايي مرستې ۹۷ مېلیونه ډالرو ته رسېدلې دي.
سفارت وايي، تازه پیسې به د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره یا یو اېس اې ای ډي وتوانوي چې له شاوخوا دوه مېلیونه سختو ځپل شویو وګړو سره د هغوی د بیړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
په پاکستان کې د امریکايي سفارت له خوا پر ټویټر د سفیر ډانلډ بلوم له خولې لیکلي چې دی د دې مرستو په اعلانولو ډېر خوشاله دی.
“Today, I am pleased to announce that the United States is providing an additional $30 million in response to severe flooding in Pakistan, bringing our total support to nearly $100 million this year.” -DB #AmbBlome pic.twitter.com/TZeuFtPiEf
— U.S. Embassy Islamabad (@usembislamabad) October 27, 2022
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري پر ټویټر پانه د امریکا د دې مرستو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په پاکستان کې سېلاب ځپلي لا هم تر ټولو لویه ستونزه ده.
نوموړي د امریکايي سفیر بیان ته په ځواب کې زیاته کړې چې، "موږ په دې سخت وخت کې د خپلو امریکايي دوستانو ډېر منندوی یو."
The single most important issue is still assisting the flood victims across our country. From Sukkur today US Ambassador has announced an additional $30 million dollars of assistance. We are grateful to our American friends for their consistent support in this difficult time. https://t.co/D9kRc3Oe2f
— BilawalBhuttoZardari (@BBhuttoZardari) October 27, 2022
د پاکستان حکومت وايي، سږ کال د جون له نیمايي څخه د سېپټېمبر تر پیله بارانونو او سېلابونو تر ۳۳ مېلیونه زیات کسان ځپلي دي چې زیاتره یې د سیند صوبې اوسېدونکي دي.
د حکومت په خبره، سېلابونو د هېواد اقتصاد ته د شاوخوا ۳۰ اربه ډالرو تاوان ورساوه او اوس هم په سیند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د بحالۍ چارې روانې دي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وار له مخه ویلي چې هیواد یې وروستیو سېلابونو سخت ځپلی او د بیا ابادولو لپاره یې دوی زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
په عین وخت کې ملګري ملتونه وايي چې په پاکستان کې سېلابونو د ماشومانو روغتيا ته لوی خطر پېښ کړی چې په ځانګړې توګه سیند صوبه ډېره متاثره شوې وه.
د پیسو نړیوال صندوق ویلي چې د سېلابونو په پایله کې د اقتصادي ویجاړۍ په اړه د نړیوال بانک او یو این ډي پي راپور ته په تمه دی، تر څو معلومه کړي چې دوی څنګه له پاکستان سره مرسته کولای شي؟