پاکستان سېلابونه: انجېلینا جولي وايي داسې حالات یې ژوند کې نه ول لیدلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ځانګړې استازې او د امریکايي فلمونو ستورې انجېلینا جولي ویلي، د پاکستان سېلاب ځپلي خورا زیاتو مرستو ته اړتیا لري. نوموړې د هغه هېواد سفر پر مهال له سېلاب ځپلو سره لیدلي دي. په پاکستان کې د جون له نیمايي راهیسې په سېلابونو کې تر ۱،۵۹۰ زیات کسان وژل شوي دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.