د جبري غیب کړل شويو کسانو کورنۍ په احتجاج دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اګست په ۳۰ مه د جبري لادرکیو ښکار شویو خلکو په هکله نړیواله ورځ په پاکستان کې هم ولماځل شوه. په دې لړ کې د لادرکو کسانو کورنیو، د بشري حقونو فعالانو او ځینو سیاستوالانو په اسلام اباد کې یوه ورځنۍ احتجاجي ناسته وکړه چې پکې یې د لادرکو کسانو د موندلو او عدالت ته وړاندې کولو غوښتنه وکړه. فعالان وايي په پاکستان کې په زرګونو کسان لادرکه کړل شوي دي چې تور یې پر امنیتي ادارو لګول کېږي خو هغوی تل دا تورونه رد کړي دي. بلخوا د لادرکو کسانو د موندلو لپاره په ۲۰۱۱م کال کې حکومت یو کمېشن جوړ کړی چې وايي ګڼ شمېر لادرکه کسان یې موندلي او عدالتونو ته وړاندې کړي دي. په دې هکله تفصیل په دې ويډيو رپورټ کې وګورئ چې منورشاه جوړ کړی دی.