د طالبانو حکومت وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوي پرون (د جون پر ۳۰مه) په قطر کې د افغانستان لپاره د واشنګټن د ځانګړي استازي تامس وېسټ په مشرۍ له امریکايي چارواکو سره پر سیاسي او اقتصادي چارو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد تکل د جون پر ۳۰مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې متقي له امریکايي پلاوي وغوښتل چې د افغانستان هغه شتمنۍ دې ازادې کړي چې واشنګټن د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم کنګل کړې وې.
تر پرونۍ غونډې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې واشنګټن په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو مخنیوی، اقتصادي ثبات او د ټولو بشري حقونو خوندیتوب غواړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې متقي په غونډه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نورو هېوادونو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
په دغه ناسته کې چې د افغانستان بانګ او ماليې وزارت لوړ رتبه مسؤلین شامل وو له امریکايي لوري سره پر ګڼو مهمو سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې وشوې.د بهرنیو چارو وزیر امریکايي پلاوي ته په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره د مثبتو تحولاتو په تړاو
— Abdul Qahar Balkhi (@QaharBalkhi) June 30, 2022
د طالبانو د حکومت او امریکايي چارواکو ترمینځ خبرې د روان ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستو تر پرېکړې وروسته درېدلې وې. خو طالبان وايي، په دې اړه یې یو کمېسیون جوړ کړی چې تګلاره وټاکي.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست له نیمايي راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، حکومت یې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
له هغه مهال راهیسې واشنګټن د افغانستان شاوخوا اووه اربه (مېلیارده) ډالره شتمني ګرځولې او نړیوالې ټولنې هم د طالبانو له حکومت سره مستقیمې مالي مرستې درولې دي.
د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې امریکايي ولسمشر جو بایډن د هغو شتمنیو نیمايي د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې په حملو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د تاوان په توګه د ورکولو امر وکړ.
دا هم وګورئ:
بايډن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان لاسليک کړ ګویتېرېش: د افغانستان کنګلې شتمنۍ دې پرېښودل شيانتاليا ډيپلوماسۍ غونډه: طالبانو يو ځل بيا له امريکا د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو ازادولو غوښتنه کړېد افغانستان د جمهوري حکومت ړنګېدو، د نړیوالو مرستو او پانګونو درېدو او د افغانستان د شتمنیو کنګلېدو له وجې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ شو او د هغه هېواد شاوخوا ۴۰ مېلیونه وګړي چې د خوړلو لپاره کافي ډوډۍ نه لري، له خورا زیاتو کړاوونو سره مخامخ دي.
خو د افغانستان بانک د عالي شورا یوه غړي شاه محمد محرابي د جون پر ۲۹مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې خبرې اترې روانې دي او دوی تمه کوي چې د بحثونو په نتیجه کې به یوې نهايي موافقې ته ورسېږي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر څو ورځې مخکې ویلي ول چې هڅې تېزې شوي چې د کنګل شوې شتمنۍ پیسې ولېږدول شي.
هغې ویلي ول چې دوی پر دې جدي کار کوي چې یوشمېر پېچلې مسلې حل کړي او دا ډاډ ترلاسه شي چې د هغو پیسو ګټه طالبانو ته نه بلکې د افغانستان خلکو ته ورسي.