د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان له امريکا سره د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو غږېږي


د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی تامس وېسټ - پخوانی انځور.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی تامس وېسټ - پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې د طالبانو د حکومت او د امریکا چارواکي روانه اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې وګوري او په افغانستان کې تر مرګونې زلزلې وروسته د هغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې د ازادولو پر مسلې بحث وکړي.

واشنګټن غواړي داسې یو مېکانېزم جوړ شي چې پر اساس یې ازادېدونکې پیسې د افغانستان له خلکو سره پر مرستو ولګېږي.

د فرانسې خبري اژانس له رپورټ سره سم، سپینې ماڼۍ ویلي چې پر دې مسلې ډېر ژر غور کوي خو د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا یوه غړي ویلي چې نهایي موافقې ته رسېدل به یو څه وخت ونیسي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی د جون پر ۲۹مه دوحې ته رسېدلی دی. په هغه پلاوي کې د طالبانو د مالیې وزارت او د افغانستان بانک چارواکي شامل دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل د جون پر ۲۹مه رسنیو ته ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ به د خپل هېواد د پلاوي مشري کوي. د تکل په خبره، په امریکايي پلاوي کې به د هغه هېواد د مالیې وزارت چارواکي هم موجود وي.

امریکا غږ ووبپاڼې هم د جون پر ۲۹مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې وېسټ به په خبرو کې د واشنګټن د پلاوي مشري کوي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست له نیمايي راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، حکومت یې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌ دی پېژندلی.

له هغه مهال راهیسې واشنګټن د افغانستان شاوخوا اووه اربه (مېلیارده) ډالره شتمني ګرځولې او نړیوالې ټولنې هم د طالبانو له حکومت سره مستقیمې مالي مرستې درولې دي.

د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې امریکايي ولسمشر جو بایډن د هغو شتمنیو نیمايي د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې په حملو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د تاوان په توګه د ورکولو امر وکړ.

د جمهوري حکومت ړنګېدو، د نړیوالو مرستو او پانګونو درېدو او د افغانستان د شتمنیو کنګلېدو له وجې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ شو او د هغه هېواد شاوخوا ۴۰ مېلیونه وګړي چې د خوړلو لپاره کافي ډوډۍ نه‌ لري، له خورا زیاتو کړاوونو سره مخامخ دي.

خو د افغانستان بانک د عالي شورا یوه غړي شاه محمد محرابي د جون پر ۲۹مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې خبرې اترې روانې دي او دوی تمه کوي چې د بحثونو په نتیجه کې به یوې نهايي موافقې ته ورسېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر څو ورځې مخکې ویلي ول چې هڅې تېزې شوي چې د کنګل شوې شتمنۍ پیسې ولېږدول شي.

هغې ویلي ول چې دوی پر دې جدي کار کوي چې یوشمېر پېچلې مسلې حل کړي او دا ډاډ ترلاسه شي چې د هغو پیسو ګټه طالبانو ته نه بلکې د افغانستان خلکو ته ورسي.

XS
SM
MD
LG