الیکشن کمېشن: د نویو حلقه بنديو کار به تر اګست پورې وشي

د اليکشن کمېشن له معلوماتو سره سم د ۲۰۱۸ز کال د عامو ټولټاکنو لپاره په ټول پاکستان کې د قامي اسمبلۍ لپاره ۲۷۲ حلقې وې او په دغه حلقو د قامي اسمبلۍ انتخاباتو لپاره رايي اچول شوي وي. انځور له ارشيفه

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ويلي دي چې د راتلونکو ټول ټاکنو لپاره د قامي او صوبايي اسمبليو د حلقه بنديو کار به تر اګست مياشتې بشپړ کړي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د اپريل پر ۲۳مه په خبرپاڼه کې ويلي دي چې د نويو حلقه بنديو کار يې د اپريل پر ۱۱مه پيل کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې پاکستان تحریک انصاف يو مخکښ او پخواني د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر په سپریم کورټ کې یو درخواست جمع کړی چې الېکشن کمېشن ته دې حکم ورکړل شي چې عام انتخابات په پخوانیو حلقه بندیو وکړي.

سپريم کورټ د اسد عمر درخواست د اوريدنې لپاره منظور کړی او جسټس اعجاز الحسن به د اپريل پر ۲۵مه د دې مقدمې اوريدنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر لسمه اپوزیشن ګوندونو د عمران خان حکومت د عدم اعتماد تحریک د لارې لېرې کړ او د وزیراعظم شهبازشریف په مشرۍ نوی ایتلافي حکومت جوړ شو.

د اوسنۍ قامي او صوبايي اسمبلیو موده د ۲۰۲۳م کال د اګست پر ۱۳مه پوره کېږي او له دې وروسته به له ايين سره سم په درېو مياشتو کې دننه انتخابات کېږي.

د پاکستان تحریک انصاف يو مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د خيبر ضلعې پخواني غړي اقبال اپريدي د اپريل پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې پر نویو حلقه بنديو تحفظات لري او دا به ورته د منلو وړ نه وي.

ده وويل، "موږ دا وایو چې د اليکشن کمېشن او د موجوده حکومت چې کوم طریقه کار دی او تاسو اپوزیشن هم کتلی دی چې په هر سم کار به يې تنقید کولو دویم الېکشن کمېشن چې کوم ځان لانجمن کړی دی او د حکومت له حکم نه يې انکار کړی دی نو په داسې حال کې چې الېکشن کمېشن کومه د نویو حلقه بندیو فېصله کړې نو دا دوی ته منظور نه ده ځکه چې څومره د پاکستان تحریک انصاف حلقې دي په هغې به لانجه کوي او مشکلات به پېدا کوي."

په پېښور کې خبریال او د سیاسي چارو شنونکي محمود جان بابر د اپريل پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې پاکستان تحریک انصاف غواړي چې ژر تر ژره عام انتخابات وشي او که اليکشن کمېشن نوې حلقه بندۍ کوي او بیا ټولټاکنې کوي نو دا به وخت اخلي.

ده وويل، " پاکستان تحریک انصاف ګوند په ادارو، نوي ایتلافي حکومت او الېکشن کمېشن باندې فشار راولي چې په زړو حلقه بندیو ژر تر ژره نوي انتخابات اعلان کړي."

پخواني وزیراعظم عمران خان او وزیرانو يې وار په وار تورونه پورې کړي چې الېکشن کمېشن یو اړخیزه فېصلې کوي او نوازشریف له ځان سره اليکشن کمېشن ملګری کړی دی.

خو الېکشن کمېشن دا تورونه رد کړي او وايي دوی هره فېصله او کار په ازادانه توګه او د پاکستان له ائین او قانون سره سم کوي.

د اليکشن کمېشن له معلوماتو سره سم د ۲۰۱۸ز کال د عامو ټولټاکنو لپاره په ټول پاکستان کې د قامي اسمبلۍ لپاره ۲۷۲ حلقې وې او په دغه حلقو د قامي اسمبلۍ انتخاباتو لپاره رايي اچول شوې وې.

د قامي اسمبلۍ ۷۰ غړي په ځانګړو څوکيو منتخب شوي وو چې د پارليمان د غړو شمېر ۳۴۲ دی.

همداراز په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ۲۰۱۸ز کال عام انتخابات په ۹۹ حلقو شوي وو.