عمران خان بیا تور پورې کړی چې په سازش یې حکومت ړنګ شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا تور پورې کړی چې د بهرني سازش له لارې یې حکومت ړنګ شو. دا خبره نوموړي د اپرېل ۱۶مې پر ماخوستن په کراچۍ کې د خپلو پلویانو احتجاجي جلسې ته په وینا کې وکړه. جلسې ته د ګوند ګڼ غړي او ملاتړي ورغلي ول. خان له یوې مودې راهیسې تور پورې کوي چې پر ده د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ په تحریک کې امریکا هم رول لوبولی. خو اپوزیشن ګوندونو او واشنګټن په بیا بیا دا تور رد کړی. د پاکستان پوځ هم د اپرېل پر ۱۴مه د بهرني سازش دعوه بې اساسه وبلله. خان د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک له لارې له دندې ګوښه شو او پر سبا یې محمد شهباز شریف نوی وزیراعظم وټاکل شو. عمران خان وايي، د نویو انتخاباتو تر کېدو جلسو او احتجاجونو ته دوام ورکوي. ویډیويي رپورټ.