په داسې حال کې چې پرون (مارچ ۱۷مه) طالبانو په کابل کې د طلوع نیوز ټېليويژن درې خبريالان نيولي ول، نن يې بېرته خوشې کړي دي.
د طلوع نيوز پخواني مشر لطف الله نجفي زاده نن (مارچ ۱۸مه) پر خپل ټويټر ليکلي وو چې د طالبانو د استخباراتي شبکې د غړيو لخوا د طلوع نیوز خبري څانګې د مشر خپلواک ساپي، خبريال بهرام امان او د ټېليويژن د حقوقي سلاکار نيولو غصه کړی. د نوموړي په وينا ښاغلی ساپی او حقوقي سلاکار خوشې شوي خو خبريال بهرام امان لاهم له طالبانو سره بندي دی.
Outraged by the Taliban intelligence agency’s move to arrest TOLOnews head Khpolwak Sapai, journalist Bahram Aman and the channel’s legal advisor. Mr. Sapai and the legal advisor are released after questioning, but Mr Aman is kept in their custody.
— Lotfullah Najafizada (@LNajafizada) March 17, 2022
خو تر دې څو ساعته وروسته بهرام امان هم د طلوع نيوز په يوه ژوندۍ خپرونه کې د ټېليويژن پر پرده راڅرګند شو چې خوشې کول يې باوري وګرځېدل.
طلوع نيوز پر خپله ټويټر پاڼه هم خبر خپور کړی او ليکلي يې دي چې بهرام امان د ټېليويژن په يوه ژوندۍ خپرونه کې په راڅرګندېدو سره "د خپل خلاصون ډاډ ورکړ".
د طلوعنیوز د خپرونو چلوونکی بهرام امان چې تېر ماښام نیول شوی و، څو شېبې وړاندې د طلوعنیوز په یوې خپرونه کې راڅرګند شو او د خپل خلاصون په اړه یې ډاډ ورکړ.#طلوعنیوز pic.twitter.com/oHi7vCuxyt
— TOLOnews (@TOLOnews) March 18, 2022
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندويه دفتر یا یوناما د ټویټر له لارې د خبریالانو پر نیول کېدو "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې وه. يوناما په خپل بيان کې زياته کړې وه چې نيول شوي خبريالان دې ژر تر ژره خوشې کړل شي او د خبريالانو او خپلواکو رسنيو پرضد دې "د تهديد لړۍ ته د پای ټکی کښېښودل شي".
Deepening concern tonight in Afghanistan over credible reports of further arbitrary detentions by the Taliban of @Tolonews reporters. The UN urges the release of all those taken away by gunmen and an end to the intimidation and threats against journalists and independent media. https://t.co/x3LZIk5bOE
— UNAMA News (@UNAMAnews) March 17, 2022
که څه هم تر اوسه طالبانو د طلوع نيوز د کارکوونکو د نیول کېدو د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي خو د دې خبري چېنل خبریال سعید شینواري، چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، د مارچ پر ۱۷مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې دا کسان په دې خاطر نیول شوي چې د طالبانو د استخباراتو له لوري يې د بهرنیو سریالونو يا ډرامو پر خپرولو د بندېز خبر خپور کړی وو.
دا هم وګورئ: د خبريالانو نړیوال فدراسیون: افغانستان کې ۳۱۸رسنیو خپل کار درولید طالبانو د امر بالمعروف وزارت د طلوع په شمول ټولو ټېليويژن چېنلونو ته په لیکلې بڼه امر کړی چې بهرني سریالونه دې نور نه خپروي.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې د کابل تر نیولو وروسته څو ځلې نور خبريالان او مدني فعالان هم نیولي چې څه موده وروسته يې د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالو فشارونو په پایله کې بېرته خوشې کړې دي.