منظور پښتین او اېمل ولي د جانیخېلو پرلت کې ګډون کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په جانيخېلو او ميرامشاه کې د ناامنيو پرضد پرلتونه لا هم دوام لري

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د بنو جانیخېلو کې روان پرلت ته په رسېدو کامیابه شوی دی او نن مازیګر به ورته وینا کوي.

حکومت جانیخېلو ته پر تلونکيو لارو ځای پر ځای خنډونه جوړ کړي او سیاسي مشران پرلت کې برخې اخیستو ته نه پرېږدي.

هلته د روانې مې میاشتې پر ۳۱مه نېټه د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د هدفي وژنې خلاف له تېرو لسو ورځو پرلت دوام لري. پرلتوالو د هغه مړی د احتجاج په ځای کې ایښی دی او له ښخولو یې تر هغو انکار کړی چې لومړی سرکار په سیمه کې د امن راوستو لپاره له دوی سره پر مخکیني کړي تړون عمل نه وي کړی.

که څه هم یو حکومتي پلاوی له پرلتوالو سره لیدو ته ورغلی خو لاهم په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.

د پرلت یوه ګډونوال عیدالرحمان وزیر نن مشال رېډیو ته وویل چې حکومتي جرګې ته یې وویل، د امن راوستو لپاره دې حکومت هغه مخکینی کړی تړون عملي کړي. د ده په خبره د جرګې مشرانو مخصوصه ایجنډه نه لرله چې څه ډول اقدامات به کېږي، امن به څنګه راوړل کېږي نو ځکه په خبرو اتفاق ونشو.

عیدالرحمان زیاتوي چې نن ماښام د جرګې مشران بیا مذاکراتو ته ورځي، چې پکې د بنو مختلف مشران هم شامل دي خو پر دهرنه ناست خلک هغه مخکینی لیکلی تړون عملي کول او پوخ ډاډ غواړي.

دا هم وګورئ:

د جانیخېلو پرلتوالو اسلام اباد ته د تلو دړکه کړېجانیخېل ولې د بې امنۍ ښکار ده؟ د جانیخېل مشران وايي، حکومت منلې چې په سیمه کې به یې امن پر ځای کوي

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي صدر ایمل ولي خان په مشرۍ هم نن یوه قافله له پېښوره جانیخېلو ته روانه شوې او د خیبر پښتونخوا د جنوبي سیمو قافلې به هم ورسره یوځای کېږي.

د لارو تړل کېدو او د سیاسي مشرانو پرلت ته نه پرېښودو په اړه د بنو مرستیال کمشنر کېپټن ریټایرډ زبیر احمد نیازی وايي په جانیخېلو کې حالات ناسم دي، دوی دغه خطر نشي اخیستی، نو ځکه سیاسي مشران بنو ته نه پرېږدي.

د بنو پولیسو د ګل په ورځ پرلتوالو ته تر شلو زیاتو ویناوالو پرضد مقدمه کښلې چې پکې د جانيخیلو یو مشر ډاکټر نور محمد، د پارلیمان غړی محسن داوړ، مفتي عبدالشکور، ندیم عسکر، ډاکټر ګل عالم او ګڼ نور دي. پولیس چارواکي وايي، ویناوالو د ریاست ضد شعارونه ورکړي او د خلکو راپارولو لپاره یې پارونکې ویناګانې کړې دي.

بلخوا پرلتوال وايي، دوی تیاری نیسي، که یې غوښتنې پوره نه شوې، مطمین نه شول، د امن باوري کولو لپاره یې عملي اقدامات نه ولیدل، نو څه وخت هم د اسلام آباد پر لور د مارچ کولو اعلان کولای شي.

د جانیخېلو اوسېدونکو تر دې پېښې وړاندې د مارچ په میاشت کی هم د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته پرلت وهلی وو. هغه وخت هم د وژل شویو ځوانانو مړي احتجاجي کېمپ ته وړل شوي ول او تر یو څو ورځني پرلت پس احتجاجیان د اسلام اباد پر لور روان شول خو وروسته حکومت ورسره تړون وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د هغو ځوانانو په وژنه ککړ کسان به "ژر انجام ته رسوي"، تحقیقات به یې کېږي، سیمه به له وسله والو پاکېږي او امن به راوستل کېږي.

په هغو مذاکراتو کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا او ګڼ چارواکي شامل ول.