بلوچستان بریدونه: د ملېشه ځواک څلور عسکر وژل شوي اته ژوبل

تصویر له ارشیفه

د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو څانګه ای اېس پي ار وایي، د بلوچستان تربت په پیر اسماعیل سیمه کې د مې پر ۳۱مه نېټه (پرون) د ملېشه ځواک پر یوه پوسته وسله والو برید کړی چې پکې د دې ځواک څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

د ای اېس پي ار په جاري کړي ننني بیان کې راغلي چې د ملېشې په جوابي ډزو کې پینځه تنه وسله وال هم وژل شوي دي. له پېښې وروسته د ملېشې ګڼ عسکر سیمې ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري تر ډېره بلوڅ بېلتونپالې ډلې اخلي.

دا هم وګورئ:

کوټه کې پر ملېشه ځواک بم برید کې یو عسکر وژل شوی دوه ژوبل ملېشه ځواکونو دې بلوچستان کې خلک نه اوچتوي: رپوټږوب کې دې د ایف سي چیک پوسټونه ختم شي: ګوندونه

د ای اېس پي ار بیان زیاتوي چې په تربت کې په یوه بله پېښه کي د سړکغاړې بم چاودنه کې د ملېشې نور دوه عسکر ژوبل شوي دي. د بیان ترمخه دا چاودنه هغه وخت شوې چې د ملېشه ځواک ګاډی له دغه ځایه تېرېدله.

د مې نهمه نیټه کوټې ښار ته نزدې د مارګټ په سمیه کې هم نا څرګندو وسله والو پر ملېشه ځواک برید کړی وو چې پکې یې درې عسکر وژلي ول.