په کوټه کې د اېف سي سرتېرو پر موټر په رېموټ کنټرول بمي برید کې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.
د ملېشه سرتېرو یوه چارواکي بېګا ناوخته د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پېښه تېر ماښام د غربي بایپاس سړک په جبل نور څلورلاره کې شوې.
د ده په خبره، بم په موټر سایکل کې ایښوول شوی وو. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
تر دې مخکې د روانې میاشت پر پینځمه نېټه هم په کوټه کې د ډېپټي کمېشنر دفتر مخې ته د یوه لاریون پر مهال چاودنه شوې وه چې پکې دوه کسان وژل شوي او درې ټپیان ول. د برید زمه واري بلوڅ لبریشن ارمي منلې وه. دغه ډله د بلوچستان خپلواکۍ لپاره جنګېږي.