په ګوډۍ ډرامه کې مو د ماشومانو نجونو ودولو موضوع څېړلی: سید عدنان شاه

دا ډرامه ۱۰ قسطونه لري، او پکې د ماشومانو نجونود ودولو پر مسله خبرې شوې دي.

په دې پروګرام کې د (ګوډۍ) په نوم د هغه ډرامې په اړه خبرې اورئ چې مقصد یې د ماشومانو نجونو د ودولو مخنیوي او په دې اړه په ټولنه کې پوهه زیاتول دي.

دا ډرامه ۱۰ قسطونه لري، او پکې د ماشومانو نجونو د ودولو پر مسله خبرې شوې دي.

د ګوډۍ په نوم د ډرامې پروډیوسر سید عدنان شاه مشال راډیو ته وايي، دا ډرامه د پښتو ژبې لومړنۍ وېب سیریز هم دی چې پکې د ماشومانو نجونو د ودولو موضوع څېړل شوې ده.

ده وویل، دوی غوښتل چې پر کورنیو مسلو کار وکړي، نو ځکه یې دا موضوع خوښه کړه.

دا هم وګورئ:

د ښځو پر مسلو په هجره او جومات کې بحث په کار دی: ډاکټر رفعت سردارپه پاکستان کې له ۲۰۱۳م کاله ۱۶۲ نجونه په زور اسلام ته اړول شوې دي: رپورټ د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی: له ځپل شويو سره څومره انصاف شوی؟د کمکیو نجونو ودونه ستونزې جوړوي


دغه ډرامه کلاسک براډکاسټینګ جوړه کړې ده، د دغه ادارې مشر عدنان شوکت د خپل دغه پراجېکټ په اړه وایي چې د پښتونخوا ټولنیزې مسلې د ناامنۍ له وجې د خلکو له پامه غورځېدلي.

د پښتنو په اکثره سیمو کې د نوجونو له ۱۸ کالو څخه په کم عمرۍ کې ودونه وشي او د لوی عمر سړو ته واده شي.
عدنان شوکت

نوموړي زیاتوي:"لکه څنګه چې تاسو ته مالومه ده، د خیبر پښتونخوا د کلتور برعکس زموږ د ټولنې پېژندګلو یې د تشدد او جنګ جګړو جوړه کړې ده، او په دې کې زموږ اصلي مسلې پټې شوي دي، نو دې ته په کتو سره موږ په دې ډرامه کې د ماشومانو نجونو د ودولو پر مسله کار وکړ، موږ ته مالومه ده چې له دې سره به دومره زر څه بدلون رانشي، خو د پښتنو په اکثره سیمو کې د نوجونو له ۱۸ کالو څخه په کم عمرۍ کې ودونه وشي او د لوی عمر سړو ته واده شي."

خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

تاندې هیلې

د ګوډۍ ډرامې مشر او لیکونکي بخت روان بخت وایي، د دغه ډرامې له لارې یې هڅه کړې چې په ټولنه کې په دې اړه پوهه پېدا کړل شي چې له هلکانو سره سره باید جینکۍ هم تعلیم حاصل کړي.

په خیبر پښتونخوا کې لا هم د ماشومانو نجونو ودولو په اړه په ۱۹۲۹ز کال کې جوړ شوی قانون عملي دی.

په دغه قانون کې د یوې نجونې د واده د عمر حد ۱۶ کاله دی. او د دغه قانون ترمخه ۱۶ کالو د کم عمره ماشومې ودولو په تور کې یو تن ته تر یوې میاشتې د بند سزا کېدای شي او جرمانه یې یو زر روپۍ ده.