د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ښځینه غړو د امریکا د کانګرېس له یوشمېر غړو سره د سولې پر بهیر او په دې بهیر کې د مېرمنو پر ونډه خبرې کړې دي.
دا هم وګورئ:
د افغان سولې بهیر کې دې ښځې هم مخکښ رول ولري: یوناماد مرکچي پلاوي یوه غړې فوزیه کوفي وایي، دوی د امريکا له کانګرېس غړو او سیاستوالو د داسې سولې د ملاتړ غوښتنه کړې چې جمهوري ارزښتونه پکې خوندي وي.
نوموړې د اپرېل پر دویمه مشال راډیو ته وویل: "تر ډېره د ټاکنو او ولسواکۍ د اصولو او ارزښتونو پر خوندیتوب خبرې وشوې، دويمه موضوع د سولې په بهیر کې د ښځو حقونه او د ښځو د حقونو د دفاع مسله وه. د سولې ترڅنګ په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو ملاتړ هم مهم دی."
افغان مېرمنو تر دې وړاندې اندېښنه ښودلې وه چې سیاست ته د طالبانو په راتګ یې ممکن یوشمېر لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي.
طالبانو بیا ویلي،" د اسلامي اصولو په چوکاټ کې" د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.
دا هم وګورئ:
'افغانانې د خپلو حقونو په غوښتلو کې زړه ورې شوې دي'امریکايي کانګرس ته د افغانستان مطالعاتو ډلې راپور افغان حکومت مثبت او طالبانو نیمګړی وباله نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي، خو خپل شرایط لري: اتمرننګرهارۍ مېرمنې اوربند او سوله غواړي