قبايلي ضلعو کې د مځکو لانجو هوارولو غوښتنه شوې

لطيف اپريدي وويل چې د حکومت له خوا قبايلي ضلعو غځول شوی ډي دي ار نظام به په عدالت کې چېلنجوي.

د خيبر پښتونخوا ځينو سياسي مشرانو، پارلماني استازیو او قانون پوهانو په قبايلي ضلعو کې د مځکو د لانجو د هوارولو غوښتنه کړې ده.

په ۲۰۱۸ زکال کې د پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا کې تر ضم کېدو وروسته په دې سيمو کې د مځکو پر سر د قبيلو ترمنځ جګړو سر راپورته کړی دی.

د مارچ پر ۱۴مه نېټه په پېښور پرېس کلب کې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ له خوا رابلل شوې غونډې موضوع په قبايلي ضلعو کې د مځکو پر سر راپورته شويو لانجو د مخنيوي لارې چارې لټول وو.

غونډې ته د محسن داوړ په ګډون د پاکستان وکيلانو اتحاديې مشر لطيف اپريدي، سیاستوال افراسياب خټک، د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې بشرا ګوهر، د صوبايي اسمبلۍ غړي نثار محمد خان او قبايلي مشرانو ويناګانې وکړې.

دا هم وګورئ: د قبیلو ترمنځ پر مځکه شخړه: واڼه کې د قانون ۱۴۴مه دفعه لګول شوې ده

د غونډې ګډونوال وروسته په يوه ګډه اعلاميه سلا شول چې پکې تور پورې شوی چې حکومت د مځکو لانجو په حلولو کې کاميابه شوی نه دی. په اعلاميه کې غوښتنه شوې چې حکومت دې په قبايلي ضلعو کې د مځکو لانجې هوارې کړي.

د اطلاعاتو په برخه کې د خيبر پښتونخوا وزیر اعلی سلاکار کامران بنګش تيره اوونۍ په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال ويلي ول چې حکومت د خلکو ترمنځ د لانجو د حلولو لپاره ډسپیوټ ریزولېشن کونسل (ډي ار سي) نظام قبایلي ضلعو ته غځولی دی بلکې د ده په وينا په دې سيمو کې به هم د بندوبستي ضلعو په شان ټول قانونونه په مرحله واره توګه عملي کوي.

خو په غونډه کې د ډي ډي ار نظام مخالفت وشو. لطيف اپريدي وويل چې دا نظام د اېف سي ار په شان دی. هغه وويل چې ډي ډي ار نظام به په عدالت کې چېلنجوي.

په ډي ډي ار نظام کې حکومت د قبايلي مشرانو جرګو ته قانوني جواز ورکړی چې په وينا يې هدف دا دی چې پر عدالتونو د مقدمو بار کم شي.

ويناوالو له حکومته دا غوښتنه هم وکړه چې په ضم شويو قبايلي ضلعو کې دې تر راتلونکيو ۲۰ کلونو پورې ټېکسونه معاف شي.