نن ( د فېبرورۍ پر ۱۸مه) د امریکا، جرمني، فرانس او برتانیې لوړپوړي سفارتکاران د ایران د ۲۰۱۵ز کال اټومي تړون په اړه خبرې کوي.
د ایران، څلورو غربي هېوادونو ، روس او چین تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخه د ایران لخوا د یورانیمو د غني کولو پروګرام محدودولو په بدل کې په دغه هېواد لږېدلي بندیزونه لېری شول. خو د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې له دغه تړونه خپل هېواد واېستلو او پر ایران یې بیرته پابندۍ ولګولې.
د نوموړي دریځ و چې د تړون شرایط هومره سخت نه دي چې ایران د اټومي وسلو له جوړولو ودروي.
ایران تل له دې توره انکار کړی چې ګواکې اټومي وسله جوړول غواړي او وايي چې اټومي پروګرام ېې د ولسي مقصدونو لپاره دې.
دا هم وګورئ:
ایران د م م اټومي انرژۍ ادارې سره همکاري کمويایران وايي، د یورانیمو غني کولو پلان لريامریکا له سعودي سره د اټومي بټۍ جوړولو پر تړون غږېږي
په تړون کې شامل نورو هېوادونه د معاهدې پر ځای ساتلو کوښښونه کوي.
ټاکل شوی چې نن د جرمني او برتانیې د بهرنیو چارو وزیران هایکو ماس او ډومینیک راب په پاریس کې له خپل فرانسوي هم-منصب ژان ایو له دیغیان سره ملاقات وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین به د یو ویډيويي لینک له لارې په دغو خبرو اترو کې برخه اخلي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن له ایران سره د معاهدې جاري ساتلو په اړه رضامندي ښودلی خو دا یې هم ویلي چې تهران باید د تړون ژمنو ته پابند وسي.