د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له سعودي سره د اټومي بټۍ جوړولو پر تړون غږېږي


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سعودي ځایناستی شهزاده او دفاع وزیر محمد بن سلمان په سپینه ماڼۍ کې. د ۲۰۱۷زکال ۱۴م مارچ
واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سعودي ځایناستی شهزاده او دفاع وزیر محمد بن سلمان په سپینه ماڼۍ کې. د ۲۰۱۷زکال ۱۴م مارچ

رسنۍ وايي، امریکا له سعودي عرب سره د یوه اټومي تړون په اړه خبرې کوي چې له مخې یې کېدای شي ریاض د یورانیمو غني کولو او بیاچاڼولو اجازت حاصل کړي چې امریکايي کمپنۍ په دغه سلطنت کې اټومي بټۍ جوړوي.

اسوشيیېټېډ، بلومبرګ او نورو رسنیو د فبرورۍ پر ۲۶مه خبر ورکړ چې سعودي عرب د خپل غیر پوځي اټومي پروګرام لپاره د دغو پرمختللیو اټومي صلاحیتونو په لرلو زور راوړي.

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر عادل ال جوبیر په ورستیو کې په مونشن کې د امنیتي غونډې په وخت د ایران د ۲۰۱۵ ز کال اټومي لوظنامې ته په اشاره وویل چې سعودي عرب هدف لري چې د نورو هېوادونو په شان د یورانیمو غني کولو حق ولري.

د نړۍ شپږو طاقتورو هېوادونو او ایران تر منځ د ۲۰۱۵ ز کال اټومي تړون له مخې پر تهران د بندیزونو د نرمولو په بدل کې د دغه هېواد اټومي فعالیتونو محدودلو باندې رضامندي شوې وه.

که امریکا سعودي عرب ته د یورانیمو غني کولو اجازت ورکړي نو دا به د امریکا لخوا له پخوانۍ کړنلارې پرشا کېدلو په مانا وي چې مخکې د براک اوباما په صدرات کې دغه هېواد د سعودي عرب د دغو غوښتنو په وړاندې مقاومت ښودلی وو. د امریکا په فکر دا یوه هڅه وه چې په منځني ختیځ کې د اټومي وسلو خورېدنې مخه ونیول شي.

اسوشيیېټېډ پرېس د ناڅرګنده امریکايي چارواکو له خولې خبر ورکړې چې سعودي عرب ښايي یوازې په هغه صورت کې پر خپلو اټومي صلاحیتونو باندې محدودیتونه ومني چې د ایران اټومي لوظنامه سخته شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د ایران اټومي لوظنامه سختول غواړي او هغه تاریخ ترې لیرې کول غواړي چې د ایران د یورانیمو غني کولو او نورو فعالیتونو باندې د پابندیانو لپاره ایښودل شوی دی.

سعودي عرپ پلان لري چې په راتلونکو ۲۰/ ۲۵کلونو کې ۱۶ اټومي بټۍ جوړې کړي. د اټومي چارو نړیوالې ادارې (ورلډ نیوکلیر اسوسيیېشن) اټکل کوي چې په دې به تر ۸۰ بیلیون ډالره زیات لګښت راشي.

ټاکل شوې چې د امریکا د انرژۍ وزارت سېکرېټري ریک پېري په لندن کې د مارچ پر دوهمه له سعودي عرب سره د خبرو اترو لپاره د یوه امریکايي پلاوي مشري وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG