د جنوبي وزیرستان مسیدو د ړنګو کورونو تاوان او امنیت پر موضوع جرګه کړې

په جنوبي وزیرستان کې پوځي سرتېري د امنیت لپاره د ګزمې په حال کې - د ۲۰۱۷ز انځور

د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د خلکو احتجاجي ناستې مشرانو د خپل احتجاج پراخولو ګواښ کړی دی.

د "یو مسید" په نوم د ناستې مشرانو ۴۰ کسیزه کمېټۍ د اګست پر ۱۸مه په ناامنیو او عملیاتو کې د ړنګو او زیانمنو کورونو تاوان او په سیمه کې د امنیت خرابېدونکي حالت په اړه جرګه وکړه او حکومت ته یې د سېپټېمبر تر ۱۵مې پورې نېټه ورکړې چې غوښتنې یې پوره کړي.

انتظامیه وايي، د وزیرستان د خلکو غوښتنو پوره کولو هڅو ته یې دوام ورکړی دی.

د جرګې غوښتنې

تر جرګې وروسته د کمېټۍ غړي شاه فیصل غازي ماښام مهال مشال راډیو ته وویل، له شاوخوا اووه میاشتو راهیسې یې په ټانک کې د ډېپټي کمېشنر دفتر په ودانۍ کې پرلت وهلی دی خو حکومت یې غوښتنې نه پوره کوي.

غازي وویل، انتظامیې ورته ویلي ول چې د اګست پر پېنځمه به یې سیمې ته د زیانمنو کورونو د سروې لپاره ډلې واستوي خو لا یې دا کار نه دی کړی.

د ۲۰۰۹ز کال په جون کې د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو پر وړاندې عملیات پیل کړل چې له وجې یې د سیمې خلکو کورونه پرېښودل او نورو ځایونو ته ولاړل.

په کډوالو کې تر ټولو لوی شمېر د مسیدو وو.

د پوځ او د وسله والو په نښتو کې په سیمه کې تر ۸۷،۰۰۰ زیات کورونه ړنګ شول او تر ۱۰،۰۰۰ زیاتې کورنۍ کډوالې شوې.

د سیمې ټول کډوال تر ۲۰۱۷ز کال پورې ستانه شول خو مسید وايي، تر اوسه ورته حکومت تاوان نه دی ورکړی.

د اګست ۱۸مې جرګې غړي شاه فیصل غازي په وینا، له څه مودې راهیسې په سیمه کې د وسله والو فعالیتونه بیا پیل شوي دي او ان پر پوځي سرتېرو یې بریدونه هم کړي.

دی وايي، تر حملو وروسته پولیس بېګناه خلک نیسي.

د یو مسید پرلت ویاند حیات پرېغل وايي، که په سیمه کې یې امنیتي حالات خرابېږي نو بیا دې انتظامیه ورته ووايي چې بیا کورونه پرېږدي.

ده زیاته کړه چې د امنیت ټینګښت ذمه واري د حکومت او قانون نافذوونکو ادارو ده چې باید یې پوره کړي.

د انتظامیې او پولیسو دریځ

د جنوبي وزیرستان یو انتظامي مشر وايي، د مسیدو د ړنګو او زیانمنو کورونو د تاوان ورکولو بهیر روان دی او د نوې سروې لپاره یې هم انتظامات کړي دي.

الله نور شېراني وايي، شپږ کاري ډلې یې جوړې کړې دي چې په مختلفو سیمو کې د ړنګو او زیانمنو کورونو جاج اخیستو چارې پر مخ وړي.

د ده په خبره، حکومت هره ورځ د سیمې خلکو ته د تاوان چېکونه (پیسې) ورکوي.

حکومت وايي، د بشپړو ړنګو کورونو مالکانو ته څلور، څلور لاکه روپۍ ورکوي او د زیانمنو کورونو لپاره یو لاک ۶۰،۰۰۰ کلدارې تاوان ورکوي.

اخوا د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي وايي، دا سمه ده چې په سیمه کې په وروستیو کې درې بریدونه شوي چې پکې یې اخري په لدا کې د اګست پر ۱۱مه شوی وو چې پکې د پوځ د یوه برېګېډییر په ګډون درې پوځیان ژوبل شوي ول.

دی وايي، پولیس او پوځ په سیمه کې د لټون عملیاتو ته دوام ورکوي او د امنیت ټینګښت ته ژمن دي.

شوکت علي دا تور ردوي چې ګواکې پولیسو بېګناه خلک نیولي یا ځورولي دي او زیاتوي چې یو کس یې هم نه دی ګرفتار کړی.