د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې ځانمرګی برید، د برېګېډییر په ګډون ۳ پوځیان ژوبل شوي


برید د وزیرستان په لدا سیمه کې شوی
برید د وزیرستان په لدا سیمه کې شوی

په جنوبي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې د یو برېګېډییر په ګډون درې پوځیان ژوبل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي د اګست پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، برید د اګست پر ۱۱مه ناوخته په لدا سیمه کې شوی.

د ده په خبره، د ژوبلو روغتیايي حالت ښه دی.

ده د پوځ د لوړپوړي افسر او سرتېرو نوم و نه ښود.

شوکت علي زیاتوي چې تر حملې وروسته پولیسو او پوځیانو په سیمه کې پلټنیز عملیات پیل کړي.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې.

دا حمله پر داسې مهال شوې چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې ځايي مشران له مودې راهیسې هلته د وسله والو د فعالیتونو بیا پیلېدو اندېښنې ښوولي خو پولیس او انتظامیه وايي، د امنیت ټینګښت ته ژمن دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG