منظور پښتین یې پرېښود

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له زندانه بهر ګڼو خلکو د منظور پښتین هرکلی وکړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نن له ډېره اسماعيل خان زندانه ازاد شو. د پښتین وکیل سعید اختر نن مشال راډيو ته وويل چې عدالتونو په اتو مقدمو کې د منظور پښتین ضمانتونه ومنل او د هغه د ازادېدو امر يې وکړ.

پښتین هرکلي ته ورغلیو خلکو ته په وینا کې وویل، چې د هر بېګناه وژل شوي کس پوښتنه به کوي.

له دې وړاندې هم د ډېره اسماعيل خان، ټانک او پهاړي پور عدالتونو پر منظور پښتين لګولي پنځه واړه تورونه بې بنیاده ګرځولي ول او د فيبرورۍ پر ۱۵مه يې د هغه د خوشېکولو امر کړی و خو وروسته پر نوموړي درې نور تورونه پورې شول.

دا هم وګورئ: عارف وزیر د پي ټي اېم دوه کلن عمر کې ۱۳ میاشتې زنداني وو

د پېښور پولیسو د جنورۍ پر ۲۷مه پېشلمي مهال پښتین ونیاو او ویلي یې ول چې دا کار یې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو پر غوښتنه کړې. عدالت هغه وخت منظور پښتين د ۱۴ ورځو پر عدالتي ريمانډ زندان ته ولېږی.

د پي ټي اېم پر منظور پښتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د جنورۍ پر ۱۸م نېټه مقدمه درج شوې وه چې پکې ويل شوي چې منظور پښتين د وزيرستان نايټ په نوم يوې غونډې ته په وينا کې ویلي و چې هغه د پاکستان د ۱۹۷۳م کال ايين نه مني ځکه چې د هغه په وينا دا ايين مکمل غلط او د بشري حقونو پرضد دی خو پښتين دا تورونه رد کړي دي.

دا هم وګورئ: په خوست کې مېرمنو د منظور پښتین د خوشي کولو غوښتنه کړې

پوليسو پر منظور پښتين د امن خرابولو، کرکې خورولو، له ايين څخه د مخ اړولو، د پاکستاني رياست پر ضد د سازش کولو او د ايين له ۱۴۴مې مادې د سرغړونې دفعې لګولې وې. د غورځنګ نيول شوو مشرانو پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او دريځ لري چې دوی د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.