د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې مېرمنو د منظور پښتین د خوشي کولو غوښتنه کړې


په خوست کې احتجاج.
په خوست کې احتجاج.

د جنورۍ پر ۳۱مه د خوست یو شمېر نجونو او میرمنو د یوې غونډې له لارې د منظور پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو نیول شویو غړو د خلاصولو غوښتنه وکړه.

دوی وویل، نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه دې، د دا ډول نیونو پر وړاندې غږ اوچت کړي.

دوی ټېنګار وکړ، خوستوالې میرمنې له هغو حرکتونو ملاتړ کوي، چې د پښتنو حقوقو ترلاسه کولو لپاره کار او مبارزه کوي.

د غونډې یوې تابیا کوونکې زینب افغان مشال راډیو ته وویل، منظور پښتین دې خوشي شي، ځکه د هغه ټوله مبارزه سوله ییزه، له بشري حقونو سره موافق او د قانون په رڼا کې ده.

دې ټېنګار وکړ، پښتانه چې د نړۍ په هر ځای کې وي، دوی یو وجود دي.

د غونډې ویناوالو وویل، د قانون په رڼا کې د خپل ولس د حق غوښتل جرم نه دی، بلکې دا د بشریت یو منلیحق دی او هېڅوک باید د حق غوښتلو په مبارزې زنداني او ونه ځورول شي.

یوې خوستي فعالې نوریه وویل: "زه د خپلو خویندو په استازیتوب غږ اوچتوم، چې منظور پښتین دې خوشي کړای شي، ګناه يې څه ده، صرف د خپلو حقونو غږ يې اوچت کړی، باید پدې ونه ځورول شي، موږ د خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه ولاړې یو."

د غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک هم صادر شو، چې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې د دا ډول نیونو پر وړاندې غږ اوچت کړي.

په پرېکړه کې زیاته شوې، خوستوالې نجونې او میرمنې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ له غوښتنو ملاتړ کوي او هغوی سره څنګ په څنګ ولاړې دي.

په خوست کې د منظور پښتین په ملاتړ لاریون
په خوست کې د منظور پښتین په ملاتړ لاریون


د غونډې د ګډونوالو په پرېکړه لیک کې راغلي، چې که د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران خوشي نه شي، نو خپلو سوله ییزو حرکتونو، غونډو او لاریونونو ته به دوام ورکړي.

منظور پښتین د پولیسو د جنوري د ۲۷مې نیټې په شپه د پولیسو لخوا د پېښور په تهکال کې نیول شوی وو، چې بیا وروسته ډېره اسماعیل خان ته ولیږدول شو.

پوليسو پر منظور پښتين د امن خرابولو، کرکې خورولو، له قانونه د مخ اړولو او د پاکستاني رياست پرضد د سازش کولو تورونه لګولې دي چې منظور پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو رد کړي او ویلي يې دي، چې د دوی ټولې غوښتنې له قانون سره برابرې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG