په شمالي وزیرستان کې د ګرځبندیز د ختمولو غوښتنه وشوه

فایل فوټو

پراګ ـ د شمالي وزيرستان له شنه خوړ څخه دته خېلو پورې لګېدلې کرفيو لا هم روانه ده. يو ځايي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د جون پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې دا ګرځبندېز يې د امنیت لپاره لګولی خو ځايي خلک وايي دوی د ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د جون پر ۱۵مه، د عوامي نېشنل ګوند مرستيال مشر او د قامي اسمبلۍ غړي اميرحېدرخان هوتي په پېښور کې مشال راډيو سره خبرو کې وويل چې دا کرفيو دې ختمه او نيول شويو د پارليمان غړو علي وزیر او محسن داوړ ته دې په پارليمان کې د خبرو کولو موقع ورکړل شي.

دا هم وګورئ: شمالي وزیرستان: ګرځبندیز د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی

هغه په پېښور کې تر يوې خبري غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل، په قامي اسمبلۍ کې د حکمران تحريک انصاف ګوند سپېکر په دې اړه د قانون وضاحت لپاره مشورې غوښتې خو د هغه په خبره دا کار دې نه ځنډېږي.

"چې د پارلېمان څومره غړي هم دي، د کوم ګوند هم چې دي او دا مهال بندیوان دي، موږ یې غوښتنه کوو چې سپیکر دې د هغوی پارلېمان ته د غوښتو لپاره پروډکشن اډر جاري کړي."

د مې په ۲۶مه د شمالي وزيرستان په خړ کمر کې د پوځ په ډزو ۱۳ کسان ووژل شول. پوځ ويلي چې دې خلکو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او پارليمان غړو محسن داوړ او علي وزير په ملاتړ د دوی پر چيک پوسټ بريد کړی وو.

دا هم وګورئ: شمالي وزیرستان کې پر غونډو بندیز

تر دې پېښې وروسته داوړ او وزير ونيول شول. خو ياد غورځنګ وايي د دوی ملګري بې وسلې وو. حکومت د دې پېښې قربانيانو ته د معاوضې ورکولو اعلان هم کړی دی.

د شمالي وزیرستان یو قامي مشر ملک خان مرجان د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د جون پر ۱۷مه په شمالي وزیرستان کې د ځايي مشرانو یوه جرګه غوښتل شوې ده چې پکې به د سیمې د امنیت او د کرفیو د ختمولو په اړه هم خبرې کېږي.

نوموړی وايي، د حکومت، پښتون تحفظ مومنټ او پوځ درې واړو سره په تماس کې دي او هڅه به یې وي چې ټولې مسلې به هوارې شي.