د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې پر غونډو بندیز


تصویر له ارشیفه
میرامشا کې د اپرېل پر ۱۴مه د پي ټي اېم ستره ولسي غونډه.
تصویر له ارشیفه میرامشا کې د اپرېل پر ۱۴مه د پي ټي اېم ستره ولسي غونډه.

د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر عبدالناصر د جون پر اتمه نېټه په يوه رسمي اعلاميه کې ويلي چې دا ګام د سيمي اوسنۍ امنيتي وضع ته په کتو، د وسله والۍ ګواښونو او د پرلت، ولسي غونډو او مظاهرو په صورت کې د امنيت ګډوډولو په رڼا کې اخيستل شوی دی.

په اعلاميه کې ویل شوي چې بنديز به تر يوې مياشتې پورې وي.

تر دې وړاندې د مې پر ۲۸ مه نېټه ځايی انتظاميې شمالي وزيرستان ته له نورو سيمو د خلکو پر ورتګ هم بنديز لګولی وو.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

حکومت دا ګامونه په شمالي وزيرستان کې د مې پر ۲۶ مه نېټه د خړ کمر تر وژنو وروسته اخيستي دي.

په هغه پېښه کې د امنيتي سرتېرو په ډزو کې ۱۳ کسان وژل شوي ول او تر څلوېښتو زیات ژوبل شوي ول.

پښتون ژغورنه غورځنګ ادعا کوي چې امنيتي عسکرو پر بېګناه خلکو ‌ډزې واورولې خو د پاکستان پوځ دريځ لري چې د قامي اسمبلۍ غړيو محسن داوړ او علي وزير پر پوسته بريد وکړ چې په ځواب کې يې امنيتي سرتېرو ډزې وکړې.

پوځ ادعا کوله چې په هغه پېښه کې درې کسان وژل شوي ول او د دوی پنځه عسکر ژوبل شوي ول.

تر هغې پېښې وروسته د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په مېرامشاه کې پرلت ورکړ چې وروسته د ځايي مشرانو په منځګړيتوب ختم شو.

حکومت محسن داوړ او علي وزير نيولي دي او دوی دا وخت د ترهګرۍ په تورونو کې په زندان اچول شوي دي.

XS
SM
MD
LG