د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ګرځبندیز د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی


په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ ټانکونه (پخوانی عکس)
په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ ټانکونه (پخوانی عکس)

د شمالي وزيرستان اوسيدونکي وايي چې له شنه خوړ سیمې د دته خېلو تر خړ کمره په پرلپسې توګه نن په شپږمه ورځ هم پر ګرځېدلو بندیز دی چې له کبله یې ځايي ولس له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.

د دې سیمې اوسېدونکو د جون پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې د کرفيو له کبله نه یوازې خپل ناروغان روغتونونو ته نشي وړلای بلکې په کورونو کې یې خوراکي مواد هم کم شوي دي.

ځايي چارواکو د جون پر ۱۵مه مشال راډیو ته خبر ورکړ چې د اتمانزو مشرانو په دې اړه د پوځ له ځايي مشرانو سره خبرې اترې کړې دي.

دا تر اوسه نده څرګنده چې د دې قبایلي مشرانو او پوځي چارواکو ترمنځ په خبرو اترو کې څه پرېکړه شوې ده او که نه.

تر دې یوه ورځ وړاندې د جون پر ۱۴مه په ټوله شمالي وزیرستان ضلع کې پر ګرځېدو د بندیز اعلان شوی وو خو بیرته اخیستل شوی دی.

ځايي خلک وايي چې د هغه اعلان له کبله د جون پر ۱۵مه د میرانشاه بازار نیمه برخه دوکانونه تړل شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې د انتظامیې تر شوې میاشتې د قانون ۱۴۴مه دفعه عملي کړې ده چې له مخې یې هلته پر ولسي غونډو ، لاریونو او جلسو بندیز لګول شوی دی.

د شمالي وزیرستان یو شمېر مشرانو مشال راډیو ته دا هم ویلي چې امنیتي ځواکونه هغه خلک شمالي وزیرستان ته نه پرېږدي کوم چې د دې سیمې ځايي خلک نه دي.

په شمالي وزیرستان کې دا حالات د مې له ۲۶مې نېټې راهسې رامنځ ته شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي په هغه ورځ پاکستاني پوځ د دوي پر سوله ییزو غړو ډزې کړې وې چې له کبله یې د دوي په وینا لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپي شوي وو.

پوځ که څه هم د وژل شوو په اړه په رسمي توګه کومه شمېره نده خپره کړې خو وايي چې یو شمېر کسانو د محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ کې پر امنیتي پوسته برید کړی وو.

پوځ نه یوازې محسن داوړ او علي وزیر تر هغه پېښه وروسته نیولي دي بلکې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر نور کسان یې هم ګرفتار کړي دي.

XS
SM
MD
LG