حکومت وايي د ډاکټرانو غوښتنې مني خو اصلاحات اړین دي

د ډاکټرانو هړتال د خلکو ژوند اغېزمن کړی.

پېښورـ د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر وايي، د معترضو ډاکټرانو ټولې جایزې غوښتنې به منل کېږي.

شوکت یوسفزي د مې پر ۱۹ مشال راډیو ته وویل چې حکومت په دې لړ کې هر ډول مرستو او له ډاکټرانو سره مذاکراتو ته تیار دی.

نوموړي وویل:

"د دوی جایزې غوښتنې موږ پخوا هم منلې دي، اوس یې هم اورېدو ته تیار یو."

خو هغه وړاندې وویل، د هغو ډاکټرانو خلاف به هم کارروایي کېږي چې د ټولې صوبې ډاکټران یې د حکومت د اصلاحاتو پر ضد پارولي دي.

دا هم وګورئ: د ډاکټر ضیاء الدین د وهلو عدالتي پلټنه غواړو: خیبر پښتونخوا ډاکټران

"چې کوم خلک ګړ بړ کوي، موږ د هغوی لېسټونه تیاروو، د هغوی خلاف به باقاعده ایکشن اخلو. قانوني کارروايي به کوو، کېدی شي هغوی د خپلو نوکریو نه هم لاس ووینځي."

په خیبر پښتونخوا صوبه کې ډاکټرانو لومړی له دې کبله مظاهرې پېل کړې وي چې دوی نه غواړي د ډوميسايل په بنياد يې دندې بدلې شي. وروسته دوی خپل احتجاج هغه وخت نور پسې اوږد کړ چې د صحت صوبايي وزير هشام انعام الله په مبيينه ډول پر يو مشر ډاکټر تشدد وکړ.

ډاکټرانو د مريضانو له کتو هم انکار کړی او وايي په دې توګه پر حکومت د خپلو غوښتنو لپاره فشار اچول غواړي.

خو د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، دوی به د ډاکټرانو د روان احتجاج سربېره د اصلاحاتو عملي کولو ته دوام ورکړي.

دا هم وګورئ: د پښتونخوا ډاکټران وايي خبرې کوي خو هړتال نه ختموي

شوکت یوسفزی وايي اصلاحات ډېر اړین دي، تر څو چې راغلي نه وي، په هسپتالونو کې خلکو ته سهولتونه نشي ورکول کېدی.

د ډاکټرانو د اتحادیې یو مشر فضل منان وايي دوی به هله خپل احتجاج ختموي چې د صحت صوبايي وزیر هشام انعام الله له خپلې دندې استعفا وکړي او د هغه خلاف پرچه کټ کړل شي. نوموړی وايي د پولیسو د هغه مشر ډي اېس پي خلاف دې پلټنې وشي چې پر ډاکټرانو یې تشدد کړی دی.

فضل منان وايي، حکومت دوی ته ګواښونه کوي او وايي چې د پولیسو په زور به ډاکټران په هسپتالونو کې کار کولو ته اړ باسي، خو د ده په وینا هېڅ یو ډاکټر کار ته نه دی حاضر شوی.

د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی هم د ډاکټرانو د احتجاج نوټس اخېستی او د مې پر ۲۱مه یې د ډاکټرانو یو پلاوی د مزاکراتو لپاره غوښتی دی.

د مې پر ۱۸مه ډاکټرانو وویل، د وزیراعلی بلنه مني خو هړتال نه ختموي ځکه چې حکومت خپلې ژمنې نه پوره کوي.