د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ډاکټران وايي خبرې کوي خو هړتال نه ختموي


د ډاکټران د هړتال پخوانی عکس

د خيبر پښتونخوا وزیر اعلا محمود خان په صوبه کې هړتال کونکو ډاکټرانو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده او له هغوي څخه یې غوښتنه کړې چې له تېر څلورو ورځو راهسې جاري ساتلی هړتال دې ختم کړي.

دا خبره د صحت صوبايي وزیر ډاکټر هشام انعام الله د مې پر ۱۷مه ناوخته په یو بیان کې کړې ده.

بیان لیکي چې وزیراعلا هړتال کونکو ډاکټرانو ته خواست کړی چې د روانې مياشتې پر ۲۱مه دې له له ده سره کښېني او د خپلو مطالبو په اړه دې ورسره خبرې وکړي.

د ډاکټرانو اتحادیې د خبرو لپاره د وزیراعلا محمود خان بلنه منلې ده خو د خپل هړتال له ختمولو یې انکار کړی دی.

د یادې اتحادیې ویاند ډاکټر سراج السلام مشال راديو ته وويل هړتال ځکه نه ختموي چې حکومت وار له مخه ورته بې وعدې شوی وو.

ده وویل “ صوبايي وزیر عاطف خان راته ویلي وو چې د مسلو په اړه به کمېټۍ جوړوي خو ډاکټرانو هړتال ختم کړی وو خو هغه کمېټۍ جوړه نه شوه.”

ډاکټر سراج السلام وویل تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوې تر هغه وخته به هړتال ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت یوسفزي ويلي وو چې د مې پر ۱۸مه به د پولیسو په مرسته د پېښور تر څنګه د صوبې په ټولو روغتونونو کې د ناروغانو د کتلو څانګې پرانیزي.

خو په پېښور کې د مشال راډیو خبریال وايي چې هلته په روغتونونو کې یادې څانګې اوس هم تړلې دي او هیڅ ډاکټر پکې نشته.

په پېښور کې لیډي ریډنګ روغتون ، خیبر ټیچینګ روغتون او شېرپاو روغتون هغه درې لوی صحي مرکزونه دي چې هړتال پکې ولس ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

په دې روغتونو کې ډاکټرانو هړتال ځکه پیل کړی دی چې د دوي په وینا د صحت په ادارو کې دصوبايي حکومت نوي اصلاحات نه مني.

د دې تر څنګ هړتال کونکي ډاکټران پر خپل يو مشر اسسټنټ پروفيسر ډاکټر ضیا الدين د صحت د صوبايي وزير هشام انعام الله د ساتونکود مبينه تشدد له امله د هغه د استعفی غوښتنه کوي.

خو هشام انعام الله دا تورونه ردوي چې ګواکې د ده امنیت ساتونکو پر اسسټنټ پروفيسر ډاکټر ضیا الدين تشدد کړی دی.

XS
SM
MD
LG