د افغانستان د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې ولسي جرګې ته د یوه کاندید د کمپاین په غونډه کې چاودنې ۱۲تنه وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې ولسي جرګې ته د یوه کاندید د کمپاین په غونډه کې چاودنې ۱۲تنه وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د تخار د والي ویاند جواد هجري د اکتوبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن څه کم یوه بجه د نظیفې یوسفي بیګ د کمپاین په غونډه کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې خپله کاندیدې نظیفې یوسفي بیګ ته زیان نه دی رسېدلی.
هجري وویل، دغه چاودنه د یوه موټر سایکل په واسطه چې له چاودېدونکو موادو ډک شوی و، شوې ده.
تر اوسه د دې برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په هلمند او ننګرهار کې هم د کاندیدانو په دفترونو کې چاودنو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په دې اړه نور رپورټونه په لاندې لینګ کې لوستلای شئ.
دا هم وګورئ: هلمند کې ځانمرګي برید د یوه کاندید په ګډون اته تنه وژلي دا هم وګورئ: ننګرهار کې د خونړي ځانمرګی برید مړي ۶۸ شول دا هم وګورئ: افغانستان کې بریدونو ۳۳ تنه وژلي ګڼ ژوبل