د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د خونړي ځانمرګی برید مړي ۶۸ شول


د سترګو لیدلی حال وايي چې ځانمرګي بریدګر د لاریونوالو کېږدۍ ته له ننوتو سره سم خپلځان چولی وو
د سترګو لیدلی حال وايي چې ځانمرګي بریدګر د لاریونوالو کېږدۍ ته له ننوتو سره سم خپلځان چولی وو

د ننګرهار په مومندرې کې د خلکو په لاریون د سېشنبې پر ورځ ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۶۸ ته رسېدلی دی.

دا خبره د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چارشنبه) مشال راډيو ته تایید کړه.

هغه وویل ۱۶۵ تنه نور په دې ځانمرګي برید کې ټپیان شوي هم دې چې د اتو کسانو حالت پکې نازک ښودل شوی دی.

د سېشنبې پر ورځ د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د ډکې په سیمه کې د خلکو په لاریون ځانمرګی برید وشو.

افغانستان: د ننګرهار په مومند دره کې په ۱۱م سپټمبر ۲۰۱۸ ز کال د ځانمرګي برید یو وژل شوی تن وړل کېږي.
افغانستان: د ننګرهار په مومند دره کې په ۱۱م سپټمبر ۲۰۱۸ ز کال د ځانمرګي برید یو وژل شوی تن وړل کېږي.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې ​خو په وروستیو کې په ننګرهار کې د ورته خونړیو بریدونو ذمه واري داعش (اسلامي دولت ډلې) پر غاړه اخیستې ده.

دغه لاریون د اچین ولسوالۍ د پېښې سیمې خلکو د دې ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان بلال باچا خلاف راوتلی وو او د ‌‌‌‌‌‌ډکې په سیمه کې یې د جلال اباد - تورخم لاره په احتجاج کې تړلې وه.

د پېښې يوه عيني شاهد چغندر شينواري د جلال اباد حوزوي روغتون کې پژواک خبري اژانس ته وويل، نږدې يوه بجه مظاهره پای ته ورسېده او د پرلت کېږدۍ یې ووهله او دغه مهال ګڼ کسان ترې لاندې راټول شوي ول.

دی وايي، په همدغه وخت کې يو تور ټوډي موټر پر سړک ودرېد، ځانمرګی ترې راکښته شو او د خلکو په منځ کې يې ځان ته چاودنه ورکړه.

د پېښې يو بل عيني شاهد بختي جان وايي، تر دوو سوو پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره معلومات ورسره نه و چې څومره کسان مړه او څومره ټپيان دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني مومندرې ولسوالۍ کې پر لاریونوالو شوی ځانمرګی برید غندلی او یې ویل چې پر افغان ولس تپلې روانه جګړه له هېڅ پلوه روایښت نه لري. نوموړي وويل چې دښمن له افغان ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري نو ځکه پر ولسي وګړیو حملې کوي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر غني پر ولسي افغانانو، پر سرکاري اسناتیاو، جوماتونو ښوونځیو، ماشومانو بریدونه د بشرضد جنایت بللی.

نوموړی وايي، د افغانستان دښمنانو وحشت خپور کړی او په دې ډول وحشي کړنو سره د افغان وګړو روښانه راتلونکې او باثباته افغانستان اراده نه شي کمزورې کېدلی.

همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ادارې هم په ننګرهار کې پر ولسي افغان وګړیو د ځانمرګي برید غندنه وکړه. د ادارې مشر تادا میچي یاماموتو په یوه بیان کې پر دې پېښه سخت خپګان ښودلی او ویلي یې دي چې د ولسي خلکو په نخښه کول د بشر ضد ستر جرم او جنایت دی.

XS
SM
MD
LG