د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې بریدونو ۳۳ تنه وژلي ګڼ ژوبل


افغانستان: جلال اباد کې د ځانمرګي برید ژوبل کسان په روغتون کې تر دملنې لاندې دی. ۱۱ جون ۲۰۱۸
افغانستان: جلال اباد کې د ځانمرګي برید ژوبل کسان په روغتون کې تر دملنې لاندې دی. ۱۱ جون ۲۰۱۸

افغان چارواکي وايي، په کابل کې ځانمرګي برید، په غزني کې د سړک غاړې بمي چاودنې، په ننګرهار او کندوز کې وسله والو بریدونو لږ تر لږه ۳۳ کسان وژلي دي.

په کابل کې د کلیو او پراختیا وزارت مخې ته شوې ځانمرګې حمله کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وايي برید هغه مهال وشو چې د وزارت کارکوونکي د رخصتۍ پر مهال کورونو ته روان وو.

چارواکیو تر دې وړاندې ویلي ول چې د کندز ولایت په کلا زال ولسوالۍ کې نن چارشنبه د وسله والو طالبانو لخوا په ترسره شوي یوه برید کې د افغان ځواکونو لږ تر لږه ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.

هلته په غزني کې بیا د سرک غاړې په یوه بمي چاودنه کې شپږ ولسي کسان وژل شوي او درې نور بیا ژوبل شوي دي.

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي بیا وايي، په جلال اباد ښار کې د وسله والو یوه حمله ناکامه شوې او درې برید ګر یې په ترڅ کې وژل شوي دي. په دې پېښه کې ۱۵ کسان ژوبل شوي دي. هلته د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې ۱۲ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

دا بریدونه په داسې وخت کې ترسره شوي چې د جون له ۱۲ مې د وسله والو طالبانو پروړاندې یواړخیز اوربند په سېشنبه پیلېږي. طالبانو هم ویلي چې د اختر په لومړیو درېوو ورځو کې به اوربند ته ژمن وي.

نور ولولئ

زاخېلوال: د سولې لپاره تر "پردې شاته" ډېرې هڅې روانې دي

XS
SM
MD
LG