د ترکیې په استانبول ښار کې د بيت المقدس په موضوع رابلل شوې غونډه کې د نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو ترڅنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ګډون لپاره ترکیې ته ولاړ.
دا خبره د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د جمعې ورځ ازادي راډيو ته وکړه.
تمه کېږي چې د استانبول غونډې په پای کې غوښتنې او وړاندیزونه د یوه پریکړهلیک په بڼه مطرح شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال د خپلې پرېکړې سره سم چې بیتالمقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژاند د اسراییلو د دولت جوړېدو له ۷۰مې کلیزې سره هم-مهاله خپل سفارت بیت المقدس ته ولېږداوه.
د امریکا دغه پریکړه د فسلطینیانو او د ځینو هېوادونو له غبرګون سره مخامخ شوه.
د دغه پریکړې په غبرګون کې تر دې دمه د فلسطینیانو په مظاهرو کې لسګونه تن وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
فلسطینیان ختیځ بیتالمقدس خپله راتلونکې پلازمېنه بولي او د امریکا دغه ګام د اسراییلو په لاس د دغه ښار د لاندې کېدو نښه بولي.
خو بل لور ته اسراییل بیا بیت المقدس خپله پلازمېنه بولي.
اړوند راپورونه
ملګرو ملتونو بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه ګرځول رد کړه
پوتین: د بیت المقدس لانجه منځنی ختیځ بې ثباته کوي