د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: د بیت المقدس لانجه منځنی ختیځ بې ثباته کوي


د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، روسیه او ترکیه پر دې سلا شوي چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا بیت المقدس د اسراییلو پلازمينې ګرځولو پرېکړه په منځني ختیځ کې حالت بې ثباته کوي.

ولسمشر پوتین پرون په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب طیب اردغان سره له دوه اړخیزه خبرو وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، روسیه هیله لري چې له ترکیې سره به ډېر زر د دفاعي سرمایه کارۍ په برخه کې لوظنامې لاسلیک کړي.

ولسمشر اردغان پر دغه موقع وویل، د بیت المقدس پرېکړې په اړه انقره او ماسکو یو شان دریځ لري او پر دې معامله به دواړه مشران په تماس کې وي.

د ترک ولسمشر دفتر ویلي، ولسمشر اردغان او د هغه سیال پوتین په شام او منځني ختیځ کې پر پرمختګونو او دوه اړخیزه اړیکو هم خبرې وکړې.

د ترکیې او روسیې ترمنځ په ۲۰۱۵م کال کې اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې وې چې ترکیې د هغه هېواد د فضايي حدونو د سرغړونې پر سر د روسیې یوه جنګي الوتکه وویشته.

خو له هغه وروسته پوتين او اردوغان خپلې اړيکې بیرته ورغولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG